راروانه مياشت ټول پاکستان کې سرشمېرنه کېږي خو بلوچستان کې بلوڅ ملتپال وايي، دا سرشمېرنه تر هغه وخته بايد وځنډول شي چې د جګړو له امله له دې ايالته کډه شوي بلوڅان خپلو سيمو ته او له بلوچستانه افغان کډوال خپل هېواد ته نهوي ستانه شوي، خو پښتانه ملتپال وايي، سرشمېرنه بايد ونهځنډول شي.
پاکستان کې هر ۱۰ کاله وروسته سرشمېرنه کېږي، د ١٩٩٨ میلادي کال تر سرشمېرنې وروسته په بله سرشمېرنه په ٢٠٠٨ میلادي يا ٢٠١٠ میلادي کلونو کې کېده، خو د امنيتي ستونزو له امله وځنډول شوه.
د پاکستان سترې محکمې تېر کال اعلان وکړ چې سرشمېرنه به د سږ کال مارچ کې تر سره کېږي.
خو بل لور ته د بلوڅو اکثر ملتپال ګوندونه اندېښنه لري چې دا سرشمېرنه به بلوڅان په اقليت بدل کړي، ځکه چې وايي، په دې ايالت کې سلګونه زره افغان کډوال اوسېږي او هغوى به هم په دې سرشمېرنه کې شامل کړل شي.
د نېشنل ګوند مشر او د پاکستان د بندرونو او بېړيو مرکزي وزير حاصل بزنجو وايي څو چې ټول بهرنيان خپلو هېوادونو ته نهوي ستانه شوي، دا سرشمېرنه ورته د منلو وړ نهده.
نوموړی وايي:
"زموږ اندېښنه دا ده چې د بلوچستان ډېرو ځايونو کې به د بد امنۍ له امله سرشمېرنه ونهشي او د دې ناامنۍ له امله چې کوم بلوڅان بېکوره شوي دي، که سرشمېرنه وشي دا به نورې سياسي پېچلتياوې پيدا کړي. موږ وايو کله چې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي، بيا به مناسبه وي چې سرشمېرنه وشي."
سره له دې چې د ١٩٩٨ میلادي کال په سرشمېرنه کې د بلوڅو هېڅ يوه ملتپال ګوند د افغان کډوالو په موجودګۍ کې څه اندېښنه نهوه څرګنده کړې، خو دا ځل د بلوچستان نېشنل ګوند چې مشر يې اختر منګل د تېرې سرشمېرنې پر مهال د بلوچستان اعلى وزير و، د افغان کډوالو په شتون کې سرشمېرنه نهمني.
د دې ګوند د اطلاعاتو مسؤل غلام نبي مرى وايي:
"موږ د سرشمېرنې مخالف نهيو، خو موږ وايو دا وخت زيات شمېر بلوڅان په خپلو سيمو کې موجود نهدي، ۴۰ لکه افغان مهاجرين دلته اوسېږي چې غيرقانوني شناختي کارټونهيې جوړ کړي دي او ۷۰ فيصده بلوڅان پاکستاني شناختي کارټ نهلري، په داسې حال کې که سرشمېرنه وشي، بلوڅان به په اقليت بدل شي."
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر سناتور عثمان خان کاکړ وايي، سرشمېرنه اوس هم تر خپل وخت ۱۰ کاله ځنډېدلې ده، نور بايد ونهځنډول شي.
عثمان کاکړ وايي، د سرشمېرنې په مخ کې افغان کډوال خنډ بلل هسې يوه پلمه ده، وايي اصل کې پنجاب نهغواړي چې دا سرشمېرنه وشي او پښتانه په اکثريت کې راشي.
نوموړی وايي:
"پنجابى دا نهغواړي چې سرشمېرنه وشي، نو پلمهيې بلوڅ جوړ کړى دى، خو سرشمېرنه به خامخا کېږي، البته د شفافيت او د ريښتينې سرشمېرنې لپاره هر ډول مېکانیزم ته پنجابى تيار دى پښتون ورته تيار دى، که بلوڅ ورته تيار دى پښتون ورته تيار دى. زموږ صوبه کې ټول درې لکه-درې زره کډوال راجسټر دي، نو په دې به ځان نهخلاصوئ، کډوال چې سل په سلو کې دلته وو دوى سرشمېرنه کوله، خو اوس چې هغوى ټول کډه شوي دي، نو دا پلمه کوي او غواړي چې ځانونه ٧٥ فيصده راولي او دا اوس امکان نهلري."
د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر اصغر خان اڅکزى وايي، د بلوچستان د پښتنو سرشمېرنه ۳۵ کاله پخوا په ١٩٨١ میلادي کال کې شوې وه او بيا د ١٩٩٨میلادي کال له سرشمېرنې د پښتنو د يوه ملتپال ګوند د بايکاټ په خاطر د پښتنو سرشمېرنه سمه ونهشوه، خو وايي دا ځل سرشمېرنه بايد په هېڅ حالت کې ونهځنډول شي.
ښاغلي اڅکزي زیاته کړه:
"څه قوتونه خصوصاً د لويې صوبې خلک غواړي چې سرشمېرنه ونهشي، ځکه نن که سرشمېرنه کېږي په اساسيې د دوى هغه قوت ختمېږي چې د قومي اسمبلۍ له لارې يې پر ټول هېواد قبضه کړې، هر هغه څوک چې د ناامنۍ له امله بېکوره شوي دي، د هغوى سرشمېرنه کول د حکومت او مملکت مسؤليت دى او هر بهرنى له سرشمېرنې لیرې ساتل هم د حکومت کار دى، دا موږ هم وايو، خو که هسې په دې پلمه له سرشمېرنې انکار کېږي، دا خو زموږ له ټول قوم سره ظلم دى."
د پاکستان د شمېرنې اداره وايي، د سرشمېرنې او کور شمېرنې لپارهيې بشپړې تيارۍ نيولې دي او دا پروسه به په بشپړه توګه په شفاف ډول ترسره کېږي چې د پوځ او نورو امنيتي ادارو لهخوا بهيې کلک امنيت نيول کېږي، خو بلوڅ ملتپال ګوندونه وايي په اوسني حالت کې که سرشمېرنه ونهځنډول شي، نو دوى به د پاکستان سترې محکمې ته عريضه وکړي او له جمهوري لارې به له مرکزي حکومته وغواړي چې سرشمېرنه وځنډوي، که نهوي نو دوى به مجبور وي چې په احتجاج لاس پورې کړي او له سرشمېرنې بايکاټ اعلان کړي.
رپوټ: بارکوال مياخېل