اجرائیه رئیس وايي، د طبیعي پېښو په برخه کې عامه پوهاوي ته خلک سمه پاملرنه نهکوي.
وروسته له هغه چې وروستیو ورښتونو له سلو د ډېرو کسانو ژوند واخیست اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې خلک د اړوندو ادارو معلوماتو ته سمه پاملرنه نهکوي چې له املهيې دوی له خطرونو سره مخ کېږي.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په عمومي غونډه کې په ټینګار سره وویل چې خلک باید په دې برخه کې بېغوري ونهکړي او هغه معلومات چې دوی ته د اړوندو ادارو لهخوا ورکول کېږي ورته پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"له هېوادوالو مو دا هیله ده چې کله دوی ته د اړوندو کمېټو او سیمهییزو ادارو لهخوا معلومات ورکول کېږي دوی دې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي، خو معمولاً خلک خطرونو ته ډېره پاملرنه نهکوي چې کله له خطر سره مخ شي نو بیا ناوړه پایلې لري."
ښاغلي عبدالله پر رسنیو هم نیوکه وکړه چې معلومات په دقیق ډول نهرسوي او له املهيې خلک اندېښمن کېږي.
خو د رسنیو يو شمېر مسؤلین بیا-بیا پړه بېرته په حکومت اچوي وايي چې حکومت د طیبعي پېښو برخه کې د عامه پوهاوي ځانګړي پروګرامونه نهلري چې له املهيې خلک له خطرناکو پېښو سره مخ کېږي.
د نی يا د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر خلکو ته د طبیعي پېښو په اړه معلومات ورکول د حکومت دنده ګڼي خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې حکومت پاتې راغلی.
نوموړی وايي:
"هغه وخت چې حکومت د طبیعې پېښو او ناورینونو په اړه معلومات ترلاسه کوي نو مکلف دي چې خلکو تهيې د رسنیو له لارې ورسوي، خو هغه څه چې ماته ډېره جالبه ده، هغه دا چې پېښو ته د رسېدنې برخه کې د دولت وزير وايي چې د واورې ورښت د دوی له تمې څخه پورته و، دوی د طبیعي پېښو سره د تمې له مخې چلند کوي چې دا د حکومت کمزوري ښيي."
په ورته وخت کې د طبیعي پېښو د برخې کارپوه صدیق قیام وايي چې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره يو غیر مسلکي ارګان دی او د طبیعي پېښو او ناورینونو پر مهال د خلکو د خوندیتوب لپاره هېڅ عملي پروګرام نهلري.
ښاغلی قیام وايي، تر کومه چې حکومت د طبیعي پېښو برخه کې په خپلو پخوانیو تګلارو بیا کتنه ونهوکړي او په دې برخه کې ځانګړې تګلارې او پروګرامونه ونهلري د طبیعي پېښو او ناورینونو پر مهال د خلکو د مال او ځان خوندیتوب ناشونی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طبیعي پېښو سره د مبارزې عالي ادارې د معلوماتو له مخې د وروستیو درنو ورښتونو له امله د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې ۱۰۷ تنه مړه شوي، ۷۷ تنه ټپیان او ۱۹۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۲۵ نور کورونه بیا لږ خراب شوي دي.
په ورته وخت کې پېښو ته د رسیدګۍ لپاره د دولت د وزير ویاند محمد عمر محمدي ازادي راډیو ته وویل چې دوی د خپلو نورو کارونو تر څنګ د خطر پر مهال د خلکو د پوهاوي لپاره هم ځانګړي پروګرامونه لري.
ښاغلي محمدي زیاته کړه:
"موږ د ژغورنې او خوندیتوب کوم پروګرامونه چې په ولایتونو او نورو سیمو کې پلي کوو سربېره پر دې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم لرو چې خلک څنګه کولای شي د خطر او ناورین په وخت کې ځانونه خوندي کړي."
ښاغلی قیام وايي، حکومت باید دغه اداره له مالي پلوه پیاوړې کړي خلکو ته د افتونو پر وړاندې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترتیب او د بهرنیو متخصصینو په مرسته، زیانمنېدونکې سیمې په نښه کړي.
دی وايي، که د طبیعي پېښو ګواښونو ته پام ونهشي، ممکن افغانستان په راتلونکي کې هم د ورته پېښو له امله له انساني ناورین سره مخ شي.
راپور: محمد واصل وصال