د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

چارواکي: د "م. م" امنیت شورا ثابته کړه چې افغانستان کې سوله غواړي


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی او د سولې عالي شورا وايي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحریمونو له لېست څخه د حکمتیار د نوم ایستل د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د دغې شورا نېک نیت ثابتوي.

دوی دغه‌راز دا اقدام یو ګټور ګام وباله او زیاته‌یې کړه چې د طالبانو مشرانو ته دا ډاډ ورکوي چې امریکا او متحدين‌يې د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیب‌الله کلیمزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، امریکا او متحدین‌يې هغو اندېښنو ته چې دوی ته سوله لومړیتوب نه‎لري ځواب ورکړ او روښانه‌یې کړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال حسیب الله کلیمزی
د مشرانو جرګې دویم مرستیال حسیب الله کلیمزی

ښاغلي کلیمزي زیاته کړه:

"له تور لیسته د حکمتیار د نوم ایستل یو ښه قدم دی او په ورته وخت کې د طالبانو مشرانو ته څرګند پیغام دی چې که سوله وکړي نړۍ ورسره ستونزه نه‎لري او په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي."

د یو شمېر هېوادنو له مخالفت سره سره د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لېسته وایستل شو.

له دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي چې د افغان دولت او حزب‎اسلامي تر منځ چې د افغانستان یو مخالفه ډله او د افغانستان جګړو کې ښکېله خوا وه، د سولې د خبرو هرکلی کوي.

د دې ترڅنګ امریکا د سولې پروسې ته د وسله‎والو طالبانو د کېنولو په هدف د افغانستان، چین، پاکستان او امریکا تر منځ څلور اړخیزه ناسته هم طرح کړې وه.

​د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما او اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د افغان حکومت په مشرانو ټینګار کړی چې له وسله‎والو طالبانو سره د سولې خبرې روانې وساتي.

بل‌خوا د افغانستان د سولې عالي شورا هم وایي چې امریکا او نور هېوادونه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي او دوی ته ارزښت لري.

د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار
د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار

د دغې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وویل:

"متحده ایالاتو د امنیت شورا په چوکاټ کې هڅه وکړه چې د حکمتیار نوم د تحریم له لېسته بهر کړي، دا په دې معنی ده چې دوی زموږ په هېواد کې سولې او ثبات ته اهمیت ورکوي."

د نړيوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان هم په دې اند دي چې د امریکا او د متحدینو په دې اقدام سره‌یې د سولې پر پروسې د مخالفو وسله‎والو باور نور هم زیاتېږي.

د نړیوالو اړیکو یوه کارپوه مهدي منادي ازادي راډیو ته وویل:

"په دې برخه کې د امریکا او امنیت شورا رول ښيي چې په افغانستان کې د سولې په اړه خوشبینې ورځ تر بلې ډېرېږي."

هغه وویل، د سولې او ثبات لپاه له حکمتیار سره خبرې اترې یو ښه مثال دی او وسله‎والو طالبان هیله‌مند کوي چې په پوره ډاډ له افغان دولت سره سوله وکړي کوم چې د لوېدیځوالو ملاتړ هم له ځانه سره ولري.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG