د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

کندهار ته بادغیسي بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي له مرستو بې‌برخې دي


له بادغیس څخه کندهار ښار ته بې‌‎ځایه شوي کډوال وايي، له مرستو بې‌برخي دي.

دغه کورنۍ چې په ساړه ژمي کې په خيمو کې سخت ژوند کوي وايي چې د خوراک او پوښاک لپاره هېڅ‎ نه‎لري او د ژوند له ټولو اسانتياوو بې‌برخې دي.

د کندهار ښار د دوهمې حوزې اړوند د مازدا اډې په سيمه کې د هېواد د یو شمېر ولايتونو په خاص ډول بادغیس څخه راغلي بې‌ځایه شوې کورنۍ مېشتي دي.

دغه کورنۍ چې شمېر یې ۲۷۱ ته رسېږي د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنې شوې دي.

غربت، بې‌کاري، د ژمي سړه ­څپه، بارانونه او تر خیمو لاندې په اوبو کې ژوند کول د خوراکي، غیر خوراکي او د سونګ توکو نه‌شتون هغه څه دي چې د دغو بې‎ځایه شویو کورنیو ژوند يې د سختو ستونزو سره مخامخ کړی دی.

دغه کورنۍ چې په خيمو کې ژوند کوي وايي چې کوچنیان‌يې ناروغه شوي دي او د خوراک، پوښاک لپاره هېڅ نه‎لري او د ژوند له ټولو اسانتياوو بې‌برخې دي.

بي بي ګله او یوسف خان د دغو بې‎ځایه شویو کورنیو له جملې څخه دي.

دوی وايي:

"غوړي، اوړه او خیمه غواړو هېڅ شی نه‎لرو ماښام مو خیمې څڅېدلې کوچنیان مو مریضان دي که یو نمره ځمکه راکول شي نو دا به بیخي ښه شي."

دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ چې د جګړو له امله کندهار ښار ته راکډه شوي په لومړي ځل‌يې یوه یوه بوجۍ غنم او یوه اندازه بوره تر لاسه کړه.

په کندهار کې د پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست استازی حمیدالله وايي چې دا لومړنۍ مرستې دي چې د دې ریاست له‎خوا د دې کورنیو لپاره برابرې شوې دي.

خو کډوال وایي، دا ډول مرستې د دوی درد نه‎شي دوا کولای، بلکې د دايمي اوسېدنې لپاره دې نمرې یا کورونه ورکول شي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG