د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

پاکستان کشمیرۍ مور ته د هغې د زوی سپارلو په اړه له هنده مننه وکړه


پاکستان په یوه بې‌ساري پیغام کې، یوې کشمیرۍ مور ته د هغې د زوی د سپارلو په قضیه کې له خپل اټمي سیال هند مننه کړې ده.

د دې ماشوم کیسه چې د کشمیر لانجه‌یې اصلي محور دی په رسنیو کې پراخ انعکاس وکړ.

پنځه کلن افتخار احمد چې د ساتنې پر سر یې پاکستانۍ مور د خپل هندوستاني مېړه پر ضد د هند په یوه محکمه کې دعوا وګټله، د شنبې ورځې په ماښام د پنجاب ایالت په واګه سیمه کې د هند د سرحدي ګارډ د سرتېرو له‌خوا خپلې مور روهینا کیاني ته وسپارل شو.

​په هند کې د پاکستان عالي کمېشنر عبدالباسط پر خپله ټویټرپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې په دې بشري قضیه کې د هندي چارواکو مننه کوي.

افتخار د هغه پلار ګلزار احمد تانترې چې د هندي کشمیر اوسېدونکی دی، له ځان سره بیولی و، خو مېرمن کیاني غوښتل خپل زوی بېرته ترلاسه کړي او بالاخره له یوې اوږدې دعوا وروسته بریالۍ شوه.

روهینا د یکشنبې په ورځ فرانسپرس خبري اژانس ته وویل، دا دومره خوشاله ده چې نه‌یې شي بیانولای او چمتو ده چې خپل مېړه وبخښي.

دې زیاته کړه چې مېړه‌یې هم کولای شي په پاکستاني کشمیر کې له دوی سره یوځای ژوند وکړي.

تانترې د هغو زرګونه کسانو په ډله کې و چې څو کاله مخکې په هندي کشمیر کې د تشدد له پراخېدو وروسته د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ته کډه شو او هلته‌یې له روهینا کیاني سره واده وکړ خو د افتخار له زېږېدو وروسته ده غوښتل چې بېرته خپلې مېنې ته ستون شي، خو کله چې روهینا دا غوښتنه ونه‌منله نو تانترې په تېر مارچ میاشت کې له خپل زوی سره وتښتېد.

له دې وروسته مېرمن کیاني د خپل زوی د ترلاسه کولو په مقصد په نوې ډېلي کې د پاکستان سفارت په مرسته د هند په یوې محکمه کې حقوقي دعوا پیل کړه او محکمې هم بالاخره د دې په ګټه پرېکړه وکړه.

په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانوي استعمار څخه د پاکستان او هند له خپلواکۍ وروسته کشمیر په دوو برخو ووېشل شو او اوس‌یې دواړه هېوادونه د ملکیت دعوا لري.

له تېرو څو لسیزو راهیسې د افراطي اسلام‌پالو څو ډلې چې پاکستان‌یې په ملاتړ تورن دی په سیمه کې پر دېره هندي پوځ حملې کوي.

کشمیر
کشمیر

​ ځینې دا ډلې له هند څخه خپلواکي او ځینې له پاکستان سره یوځای کېدل غواړي.

روهینا کیاني د هند او پاکستان پر حکومتونو غږ کړی چې د کشمیر د لانجې د حل لپاره په ګډه کار وکړي.

دې ویلي دي چې د دې لانجې له کبله د کشمیر د دواړو خواوو خلک ځورېږي.

XS
SM
MD
LG