د حزب اسلامي مشر به د حکومت او ملي شورا تشکیلاتو کې شامل نهشي خو دا حزب به په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.
امین کریم چې له دولت سره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشري کوي د دغو څرګندونو سربېره ازادي راډیو ته وویل چې د دې ګوند مشر کله هم نهغوړاي چې دولتي دنده ولري، خو حزب اسلامي به په راتلونکو انتخاباتو کې د یو ځواکمن ګوند په توګه برخه واخلي.
ښاغلي کریم دغهراز د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان له دولت سره په دولتي جوړښت کې د حزب اسلامي د حضور په اړه خبرې وکړي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ګلبدین حکمتیار به د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې ځان نوماند کړي کنه داسې وویل:
"هغه به په خپله د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په مسایلو کې برخه وانهخلي، خو د ریاست جمهوري د ټاکنو په اړهیې څه نهدي ویلي، دا داسې مسله ده چې د نن ورځې بحث نهدی، حزب اسلامي به په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي، د حزب اسلامي موجودیت به په دولتي جوړښت کې د یوه ځواکمن سیاسي ګوند په توګه وي او دا هغه خبرې دي چې موږ بهيې په راتلونکو ورځو کې له دولت سره مطرح کړو."
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ګلبدین حمکتیار نوم د تحریمونو له لېسته لیرې کړ.
د حزب اسلامي مسؤلینو د شنبې په ورځ وویل، ټاکل شوې چې تر راتلونکو درېیوو اوونیو پورې، د دوی د څلورو شرطونو تر پوره کېدلو ورسته چې د حزب اسلامي د بندیانو خوشې کېدل، د حزب د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د استوګنې سیمې په نښه کول او د حزب د مشر د اوسېدو او امنیت ساتنې د عملي کېدلو چارې پهکې شاملې دي ښاغلی حکمتیار کابل ته راشي.
دا حزب چې مخکې يې د دولت په وړاندې وسلهواله مبارزه کوله اوس په دغه هېواد کې د ریاستي نظام ملاتړ کوي.
حشمتالله ارشد چې د حزب اسلامي ویاند دی د یکشنبې په ورځيې ازدي راډیو ته وویل په اوسنیو شرایطو کې دوی د ریاستي نظام ملاتړي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"حزب اسلامي ریاستي نظام ته لومړیتوب ورکوي او اوسمهال له دغه ډول نظام څخه ملاتړ کوي."
د سولې عالي شورا سیاسي فعالیتونه او مبارزه د دغه حزب اسلامي قانوني حق ګڼي.
د دغې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون ازادي راډیو ته وویل په شوي سیاسي هوکړهلیک کې د حزب د مشر د اوسېدو د سیمې په اړه څه نهدي راغلي خو د تفاهملیک له مخې حزب اسلامي حق لري چې په افغانستان کې سیاسي فعالیتونه وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د تفاهملیک په ۲۵ مادو کې د حزب مشر له حکومته هېڅ ډول دولتي موقف نهدی غوښتی خو پر دې مسئلې ټینګار شوی چې دا به د یو پیاوړي حزب د مشر په توګه په سیاسي مسایلو لکه د ولسي جرګې، ولایتي شورا، ولسوالیو شورا او ولسشمرۍ په ټاکنو کې برخه اخلي."
د سولې عالي شورا د مرستیال په خبره د تفاهملیک له مخې یوه کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې په حکومت کې د دغه ګوند د وسلهوالو او کدرونو د ادغام څرنګوالی تر څېړنې لاندې ونیسي.
په ورته وخت کې د حزب سلامي او افغان دولت تر منځ د تفاهملیک ګډ کمېسیون ویلي چې د پوځ او پولیسو په لیکو کې د دغه ګوند د وسلهوالو د د ادغام لړۍ روانه ده.
راپور: اکرامالله اکرام