د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکې سرطان ناروغي هر کال ۱۵ زره کسان وژني


سرطاني هسته
سرطاني هسته

د فبرورۍ ۴مه د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ ده، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په افغانستان کې هر کال ۲۰ زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي چې کابو ۱۵ زره تنه‌یې له امله مړه کېږي.

د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو د برخې مشر ډاکټر سید حبیب اروال د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې د سرطان ناروغۍ شمېرې د افغانستان په کچه په ټوله نړۍ کې د پراخېدو په حال کې دي.

اروال: د سرطان ناروغۍ شمېرې پراخېدو په حال کې دي.
اروال: د سرطان ناروغۍ شمېرې پراخېدو په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په ټوله نړۍ کې تقریباً اته اعشاریه دوه میلیونه کسان هر کال د سرطان ناروغۍ له امله خپله مري، په افغانستان کې هم دا شمېره مخ په لوړېدو ده او په کلني ډول تقریباً شل زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي چې کابو ۱۵ زره تنه‌یې مړه کېږي، په خواشینۍ سره دا ډېره لوړه کچه ده ځکه چې په افغانستان کې د سرطان د کنټرول او درملنې لپاره امکانات ډېر کم دي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغې ورځې د لمانځنې نه‌یې هدف دا دی څو د سرطان د وژونکې ناروغۍ د مخنیوي په اړه د خلکو عامه پوهای زیات شي.

ډاکټر سید حبیب اروال همدارنګه د دې رنځ عمده لاملونه په خوړو کې بې‌احتیاطي، د مخدره توکو کارول، بې‌وزلي، د اوبو لږ څښل، ورزش نه‌کول، ککړ چاپېریال او داسې نور په ګوته کوي.

نوموړي همدارنګه د سرطان ناروغۍ بېلابېلو نښو نښانو ته اشاره وکړه چې په وینا یې باید ورته جدي پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"لومړۍ خبره دا ده چې سرطان د انسان د بدن د حجرو د ناببره غټوالي نه پیدا کېږي او دوهمه ستره نښه‌یې دا ده چې د حجرو غټوالی که د وجود په هره برخه کې پیدا کېږي دا درد انسان نه‌احساسوي او بې له کوم دلیل نه د وجود یوه برخه کې غټوالی پیدا کېږي، مثلاً سیدې سرطان نو لازمه ده چې انسان په هرو شپږو یا یوه کال کې پوره معاینات وکړي."

نوموړي وویل چې د ځنیو معلوماتو له مخې د ښځو په پرتله تر ډېر نارینه د سرطان په ناروغیو اخته کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په ټوله نړۍ کې د سرطانونو تقریباً سل ډوله پېژندل شوي دي او له دې ډلې د سږو او د سینې سرطانونه په سر کې ځای لري.

د دغه وزارت په وینا اوس‌مهال د کابل ښار په جمهوریت او استقلال روغتونونو کې د دې رنځ د تشخیص او درملنې لپاره څانګې جوړې شوي چې دا به د دې ناروغۍ په کنټرول کې مهم رول ولوبوي.

خو یو شمېر روغتیایي متخصصین انتقاد کوي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره یوازې په مرکز کې محدود شمېر مرکزونه جوړ کړي چې دا مرکزونه د خلکو ستونزې نه‌شي هوارولی.

ډاکتر پرویز اقبال په دې اړه وویل:

"په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت یو څه ناڅه اقدامات کړي دي خو دغه اقدامات بسنه نه‌کوي لکه د سرطان د ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره یوازې د دوو مرکزونو جوړول ډېر کم دي ځکه په ولایتونو کې دا مرکزونه نه‌شته."

ښاغلی اقبال وایي، په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د پرمختللو وسایلو نه‌شتون او په دې برخه کې د روغتیایې متخصصینو کمښت هغه ستونزې دي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG