د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

حیسني: د ډیوډ پیټریوس د وروستیو څرګندونو هرکلی کوو


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال ډیوډ پیتریوس د وروستیو څرګندونو هرکلی کوي او د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې يې اغېزمن ګڼي او وايي چې دغه څرګندونې باید عملي بڼه خپله کړي.

د دغه جرګې مرستیالې منشي نجیبې حسینې د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سیمې په يو شمېر هېوادونو کې د تروریستانو فعالیتونه يوازې افغانستان ته نه بلکې د سیمې په ګډون ټولې نړۍ ته يو جدي ګواښ دی.

د اغلې حیسنې په خبره، د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د بهرنیو ځواکونو پر کړنو افغانانو همېشه نيوکې کړي، خو دی وايي چې د تروریستانو د ځالو له منځه وړل کولای شي دغه پدیده له منځه يوسي.

نومړې زیاته کړه:

"پر نړيوالو ځواکونو د افغانستان د خلکو يو انتقاد همېشه دا و چې دوی صادقانه عمل نه کوي، دوی په غوڅ ډول د تروریستانو د ځالو د له منځه وړلو لپاره اقدام نه کوي، دا چې دوی له ۱۴ کلنې جګړې وروسته دې مسئلې ته متوجه شوي موږ يې هرکلی کوو، خو که دوی بیا هم د تروریستانو په له منځه وړلو کې ناغېړي وکړي، نو دا به يوازې افغانستان نه بلکې ټولې سیمې او نړۍ ته خطر پېښ کړي."

د اغلې حسیني په خبره د افغانستان جنګ سیمه ییز او نړیوال بُعد لري او اړتیا ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال ډیوډ پټریوس د کانګرس د مسلح ځواکونو د کمېسیون په ناسته کې ویلي چې د تروریستانو له ځالو او تروریستي فعالیتونو څخه د افغانستان خلاصون لا هم د امریکا لپاره يو مهم ماموریت دی.

ښاغلي پټریوس ویلي، د تروریستانو د ځالو د منځه وړلو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او ملاتړ مهم دی ترڅو افغان امنیتي ځواکونه وتوانېږي د خپل هېواد ساتنه وکړي.

بل خوا يو شمېر افغان پوځي کارپوهان وايي، د امریکا متحده ایالاتونه باید افغان امنیتي ځواکونه ښه تجهیز او وروزي ترڅو د هېواد ساتنې ته چمتو شي.

شهنواز ټنی
شهنواز ټنی

يو له دغو کارپوهانو پخوانی د دفاع وزیر شهنواز ټنی وايي:

"ښه به دا وي چې په افغان وسله وال پوځ باندې باور وشي او دوی د خلکو او خاورې د دفاع لپاره چمتو شي، د دې لپاره چې دغه ځواکونه خپل مسؤلیتونه په سمه توګه سر ته ورسوي نو په کار ده چې نړيوال په دې برخه کې مرسته وکړي."

ښاغلی ټنی وايي، اوسمهال افغان امنیتي ځواکونه د نړيوال ترورېزم سره مخ دي او د سیمي او نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونه مکلف دي چې په دې برخه کې افغانستان سره مرسته وکړي.

ښاغلی تڼی ټینګار کوي چې د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې يوازې خبرې کافي نه دي بلکې په دې برخه کې عملي اقداماتو ته هم اړتیا ده.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG