د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

امریکا د ایران د راکټي ازموینې په غبرګون کې نوي بندیزونه ولګول


د امريکا متحدو ايالتونو پر ايران نوي بنديزونه ولګول، واشنګټن دا بنديزونه په داسې حال کې اعلانوي چې تهران څو ورځې مخکې د باليسټيک توغنديو ازموينه وکړه.

د امريکا د خزانې وزارت پرون ١٣ کسان او ١٢ بنسټونه له ايران سره د اړيکو له کبله د خپلو بنديزونو په لېست کې شامل کړل.

دغه بنديزونه ايرانيان او لږ تر لږه يو چينايي په نښه کوي.

د خزانې وزارت په اعلاميه کې ويل شوي دغه بنديزونه پر هغو اشخاصو او بنسټونو لګول کېږي چې د ايران د بالسټيګ توغندي د پروګرام په ملاتړ د ټکنالوژۍ يا هم د موادو برابرولو په برخه کې ښکېل وو؛ يا يې هم د ايران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک ملاتړ کړى دى.

هغه شرکتونه چې دغه تازه بنديزونه ورباندې لګول شوي، په لبنان، چين او متحده عرب اماراتو کې دېره دي.

د سپينې ماڼۍ وياند شان سپايسر وويل، دغه بنديزونه هغه وخت ترتيب شوي وو چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ لا رسماً خپل کار نه و پيل کړى.

سپايسر پرون د دغو بنديزونو تر اعلان وروسته په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل:

د سپينې ماڼۍ وياند شان سپايسر
د سپينې ماڼۍ وياند شان سپايسر

"ننني بنديزونه د ايران د اقداماتو پر ضد يو ډېر-ډېر قوي دريځ څرګندوي او دا جوتوي هغه اټمي موافقه چې مخکې ورباندې سلا شوې وه زموږ د هېواد په ګټه نه ده، د امريکا ولسمشر ټرمپ به د ايران د څارنې لپاره تر خپله وسه هر اقدام کوي."

واشنګټن دا اقدام وروسته له هغې کوي چې ايران تېره اوونۍ د بالسټيک توغندي ازموينه وکړه.

د ايران دفاع وزير جنرال حسين دهقان د چهارشنبې په ورځ تائيد کړه چې هېواد يې يوه راکټي ازموينه کړې، خو نور جزئيات يې ورنه کړل چې دا ازموينه کله شوې او دا څه ډول توغندى و؟

په همدې حال کې د جرمني د بهرنيو چارو وزير زيګمار ګابرېل «SIGMAR GABRIEL» په نيويارک کې د ملګرو ملتونو مقر ته نږدې رويټرز اژانس ته وويل، د ايران دا ازموينه د امنيت شورا له پرېکړه ليکونو سرغړونه ده:

د جرمني د بهرنيو چارو وزير
د جرمني د بهرنيو چارو وزير

"دا څرګنده ده چې د ايران د بالسټیک توغنديو ازموينې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړه ليکونو څرګنده سرغړونه ده، نو د امريکا د حکومت عکس العمل درک کولاى شو."

د امريکا د خزانې وزارت يوه مقام جان سميت ويلي، له ترورېزم څخه د ايران د ملاتړ دوام او د بالسټيک توغنديو پروګرام پرمختګ سيمې، زموږ شريکانو، ټولې نړۍ او د امريکا متحدو ايالتونو ته خطر پېښوي.

د امريکا په مساچوسيت ايالت کې مېشت اقتصاد پوه او د پوهنتون استاد کامران دادخواه د ازادي راډيو ايرانۍ څانګې راډيو فردا ته وويل، تازه لګول شوي بنديزونه به د ايران اقتصاد زيانمن کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه بنديزونه به د ايران د اقتصاد په زيان وي؛ خو د زيان اندازه په زياتو عواملو پورې تړلې ده، په اول ګام کې دا مسئله داسې احساس ايجادوي چې زيات شرکتونه به احساس کوي چې په دې لانجه کې دخيله نه شي، په ټوله کې به دغه بنديزونه د ايران اقتصاد ته زيان ورسوي."

د امريکا د حکومت يوه عالي رتبه چارواکي رسنيو ته وويل چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د حکومت له خوا د ايران د چلند په باب ژوره ستراتيژيکه کتنه روانه وه، خو د تهران له خوا تېره يکشنبې د منځني واټن ويشتونکي بالسټيک توغندي ازموينه د نويو بنديزونو سبب شوه.

XS
SM
MD
LG