د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

امريکا ښايي سر له نن جمعې نه پر ايران نوي بنديزونه ولګوي


امریکايي رسنۍ وايي چې امريکا ښايي سر له ننه پر ايران نوي اقتصادي بنديزونه ولګوي.

په تر ۲۰ زياتو ايرانيو شرکتونو، حکومتي ادارو او اشخاصو دغه بنديزونه لګېدای شي.

اسوشيټېډ پريس، رويټرز او فرانسې خبري اژانس د امریکايي چارواکو چې نومونه يې نه‎دي ياد شوي له خولې دا خبرې لیکلي دي.

دا بنديزونه وروسته له هغه دي چې د فبرورۍ په دوهمه د پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ايران ته خبرداری ورکړ او دا وروسته یوازې یو څو ورځې له هغه ده چې ټرمپ د ولسمشر په توګه دنده پيل کړه.

ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره د کمپاين پر مهال ويلي و چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په پرتله به د ايران پر وړاندي سخت دريځ غوره کړي.

رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی چې نوي بنديزونه ښايي پر هغو ايراني شرکتونو ولګېږي چې د توغندیو په جوړولو کې برخه لري.

دا بنديزونه همدا راز سپاه پاسداران د تروریستي ډلو په لېست کې شاملولای شي چې ورباندې امریکايي چارواکي تور پورې کوي چې په منځني ختيځ کې نيابتي جګړو ته لمن وهي.

د رويټرز راپور وايي، له اټمي موافقې څخه د سرغړونې په صورت کې به ايران د بنديزونو په بڼه له جدي عکس العمل سره مخامخ شي.

د راپور له مخې نوي بنديزونه له څو مودې راهيسې د عملي کېدو په حال کې وو او د ايران د بالسټېک توغندیو تجربې ټرمپ اړ ايست چې دغه پرېکړه عملي کړي.

د ټرمپ اداره وايي چې د ايران د بالسټېک توغنديو تجربه د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵میلادي کال له هغه قانونه سرغړونه ده چې له ايرانه غواړي د اټمي سروکو د لېږد توان لرونکو توغنديو تجربه دې نه‎کوي.

ایران دا خبره ردوي چې دغه تجربې د ملګرو ملتونو له موافقې سرغړونه ده.

ايران دا هم وايي چې د اټمي وسلو جوړولو هېڅ اراده نه‎لري.

رويټرز وايي، د نویو بندیزونو لومړۍ مسوده د جوړېدو په حال کې ده او داسې جوړېږي چې د نړۍله قدرتونو سره د ايران له موافقې سرغړونه ونه‎کړي.

XS
SM
MD
LG