د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

پاریس کې پولیسو یو بریدګر ټپي کړی


د پاریس د پولیسو مشر وايي، یو فرانسوي عسکر یو کس چې ساطور يې په لاس کې و، الله اکبر نعرې يې وهلې او غوښتل د لوفر موزیم ته ننوځي په ډزو ټپي کړ.

مېشیل کادو وویل، دغه عسکر پنځه ډزي کړي او دغه مشکوک بریدګر يې سخت ټپی کړی دی.

میشیل کادو وویل چې په دغې پېښه کې چې نن شوې عسکر هم برسیرن ټپی شوی دی.

هغه وویل چې مشکوک کس سره دوه پنډوکې وو چې وروسته وموندل شول چې چاودیدونکي مواد په کې نشته.

د پاریس د پولیسو مشر وویل، ګمان کېده چې دغه مشکوک کس یوازې و خو بل کس هم وروسته له دې چې شکمن حرکات يې ولیدل شول ونیول شو.

رسنیو وویل، دغه کس هڅه کوله چې د موزیم لاندې یو دوکان ته یو بکس دننه کړي.

د فرانسې کورنیو چارو وزارت د ټویټر په یوه پیغام کې دا پېښه جدي وګڼله.

د لوفر د موزیم یوې ویاندې وویل، دغه موزیم اوسمهال تړل شوی خو هغه رپوټونه چې وايي، خلک ترې ایستل شوي نه شي تائیدولی.

د لوفر موزیم چې د پاریس په زړه کې موقعیت لري د سیلانیانو لپاره د فرانسې تر ټولو یو لوی موزیم دی.

XS
SM
MD
LG