د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

سلیم: د سولې شورا نوي رئيس ټاکلو لپاره د حکومت پرېکړې ته په تمه یو


د افغانستان د سولې عالي شورا د رئيس پیرسید احمد ګیلاني له مړینې شاوخوا دوه اوونۍ وروسته د دغې شورا مسؤلین وايي، د حکومت له‎خوا د یادې شورا د نوي رئیس ټاکلو ته منتظر دي.

د سولې عالي شورا مرستیال عطاء الرحمن سلیم د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغې شورا د چارو د پرمخ بیولو لپاره د نوي رئیس ټاکنه مهمه وبلله او هیله يې وښوده چې د حکومت مشران دې د دې شورا نوی رئيس معرفي کړي.

د سولې عالي شورا مرستیال عطاء الرحمن سلیم
د سولې عالي شورا مرستیال عطاء الرحمن سلیم

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"په داسې حال کې چې رئیس د هغه شخص په توګه چې ټول ورته په مستقیمه توګه ځواب ورکوونکي دي، نقش او ټاکل یې هم مهم دي چې ژر وټاکل شي، په تېره په دغو شرایطو کې چې یو لړ هیله بخښونکي پروګرامونه و او باید په ښه توګه پرمخ لاړ شي. هیله ده د ملي یووالي حکومت چارواکي په دې اړه تصمیم ونیسي."

ښاغلي سلیم دا هم وویل، د سولې عالي شورا د نوي رئيس د ټاکلو په اړه، د دغې شورا له غړیو سره مشوره نه‎ده شوې او کوم پرمختګ په کې هم نه‎دی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالي شورا رئیس پیر سید احمد ګیلاني شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر مړ شو.

د افغانستان جمهور رئیس په ارګ کې د پیر سید احمد ګیلاني د جنازې د اداء کولو وروسته دی د افغانستان د سولې ملاتړی یاد کړ او وېې ویل چې د سولې عالي شورا د رئیس په توګه د ده د کار په موده کې یادې شورا د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

د پیر سید احمد ګیلاني له مړینې شاوخوا دوه اوونۍ تېرېږي خو د یادې شورا لپاره تر اوسه هم نوی رئیس نه دی ټاکل شوی.

په ورته وخت کې جمهوري ریاست وايي، د پیر سید احمد ګیلاني د ځای ناستي او د دغې شورا د تېرو فعالیتونو د ارزونې په هکله د حکومت د مشرتابه په سطح بحثونه روان دي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"د حکومت د مشرتابه په سطح بحثونه روان دي چې څنګه کولای شو د سولې عالي شورا، له پخوا څخه نوره هم منسجمه کړو او تېرکارونه یې و ارزوو. همدارنګه د نوي رئيس د ټاکلو لپاره یې بحث روان دی او ډېر ژر به تاسې خبر شئ."

ښاغلي مرتضوي دا هم وویل، د سولې عالي شورا جوړښت بیا کتنې ته ضرورت لري او په دې اړه باید نور بحثونه هم وشي.

بل‎خوا د ولسي جرګې یو غړی صالح محمد صالح انتقاد کوي چې د سولې عالي شورا په تېرو وختونو کې کومه مهمه لاسته راوړنه نه‎درلوده او بنیادي بدلونونه دې په کې راوستل شي.

خو د سولې عالي مشران ټینګار کوي چې دغه شورا سره له دې چې ستونزې لري خو لاسته راوړنې هم لري چې ښه بیلګه یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې د موافقې لاسلیک کول او د سولې لپاره د یوې سټراټیژۍ جوړول دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG