د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

ذکریا: د امریکا د بندیزونو په لېست کې پاکستان ندی شامل 


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له امریکا سره یې تل ښې اړیکې پاتې شوي او تمه یې ښودلې چې د دې هېواد د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ولسمشرۍ کې په دا اړیکې لا ښې او پراخې شي.

د دغه وزات ویاند نفیس ذکریا همدا شان وایي چې د امريکا له‎خوا تر بندېز لاندې هېوادونو کې پاکستان شامل نه‎دی او په خبره یې چې د کډوالو په اړه هر يو ملک د خپلواکۍ حق تر لاندې پاليسي جوړولو حق لري.

ښاغلي ذکریا دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ اسلام‎اباد کې په‎خپلې خبري غونډه کې کړي دي.

نفیس ذکریا دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې تېره اوونۍ د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه ځانګړي فرمان له مخې امریکا ته د اوو اسلامي هېوادونو په اوسېدونکو او همدا شان د سوريې د کډالو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

که څه هم په دغو اووه اسلامي هېوادونو کې ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، شام او یمن شامل دي خو تېره اوونۍ ځینې رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړل چې ګنې د امریکا له خوا ښايي پر پاکستان هم ورته بندیزونه ولګېږي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا دغو راپورونو ته په اشاره وايي چې پاکستان له خوا راهیسې له امریکا سره ښې او پیاوړې اړیکې لري او به خبره یې چې د امریکا له خوا تر بندیز لاندې هېوادونو کې پاکستان شامل نه‎دی.

ښاغلی ذکریا ټینګار کړې چې هېوادونه باید د اعتبار وړ داسې پالیسي خپله کړي چې هغه عناصر ترې ګټه پورته نه‎کړي چې د ترهګرۍ ضد ائتلاف ته زیان رسوي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"دغه ډول پريکړو کې بايد سياسي او بشري اړخونه په پام کې وساتل شي او په دې اساس پرمخ لاړ شي. هېوادونه باید د اعتبار وړ او داسې پالېسۍ خپلې کړي چې هغه عناصر ترې ګټه پورته نه‎کړي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ائتلاف ته زيان ورسوي. پاکستان او امريکا په هر يوه څانګې کې ښه اړيکې لري او هیله من دي چې په راتلونکې کې به نوې انتظاميې سره اړيکې نورې پياوړې کړي."

د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند تر څرګندونو مخکې د پاکستان د داخله چارو وزیر هم امریکا ته د اسلامي هېوادونو د اوسېدونکو پر ورتګ د بندیز پر پریکړې اعتراض کړی و او ټینګار یې کړی و چې د دغه ګام ګټه به ښایي شرخوښو او ورانکار ته ورسېږي.

د دې ترڅنګ د نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ هم پر سوريې کډوالو او د اسلامي هېوادونو پر اوسېدونکو د امریکا د نوي ولسمشر د بندیز پریکړه غندلې وه او په خبره یې:

"د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه ګام یې زړه مات کړی دی."

د یادونې وړ ده چې پر پاکستان او ځینو اروپايي هېوادونو تر څنګ، د امریکا ډیموکراټ ګوند هم د ډونالډ ټرمپ فرمانونه غندلي او ویلي یې دي چې دې سره به د امريکا شهرت ته زيان ورسېږي، خو د ډونالډ ټرمپ ګوند د هغه پریکړې ستایلي او ټینګار کوي چې دې سره به د سخت دريځه داعش وسله‎والې ډلې د ګواښونو مخنيوی وشي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG