د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د ۲۰۱۷ کال د پولیو یا فلج لومړې پېښه کندهار کې ثبت شوه


د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوسیدونکې یوه ماشومه د پولیو له واکسین څخه تر بې برخې کېدو وروسته په دایمي فلج اخته شوې ده.

چارواکي وايي چې دا په افغانستان کې د ۲۰۱۷ میلادي کال د پولیو یا فلج لومړې پېښه ده چې په کندهار کې ثبت شوې ده.

په پولیو اخته شوې ماشومه راضیه نومېږي او ۱۱ میاشتې عمر لري.

د راضیې کورنۍ چې تازه د کندهار د ارغستان ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته راستانه شوې اوس د ښار د نهمې ناحیې یا لوی ویالې په سیمه کې ژوند کوي.

په کندهار کې د یونېسف ادارې د واکسین د څانګې د عامه پوهاوي یوه مسؤل قاري رفیع الله ازادي راډیو ته دا تازه پېښه تائید کړې او وايي چې دا په ټول افغانستان کې د ۲۰۱۷میلادي کال د پولیو لومړې پېښه ده.

د ښاغلي رفیع الله په وینا دا پېښه ښکاره کوي چې لاهم په افغانستان کې د پولیو وایرس نه‎دی ختم شوی او په راتلونکي کې لا هم د دې سیمې ماشومانو ته ګواښ دي.

نوموړی وايي:

"دا په ټول افغانستان کې اوله پېښه ده تېرکال موږ په دې زون کې دوه پیښې درلودې."

په پولیو د اخته شوي ماشومې اکا لعل محمد وايي چې د ماشومې پلار د واکسین سره سخت مخالفت درلود خو اوس پر دغه پېښه سخت خواشینی شوی دی.

د لعل محمد په وینا راضیه او د کورنۍ نور ماشومان ته يې د دې د پلاره په پټه یوازې درې ځلي د پولیو واکسین ور کړی وو.

"پلار يې سخت پرې خوابدی دی، دا یې یوه لور وه دی وايي چې په ژوند به واکسین نه قضا کوي چې بیخې کورته رانیسي کلینک ته به یې ور ولو."

د راضیې کورنۍله دې امله چې خپلو ماشومانو ته يې پر وخت واکسین نه وو ورکړی پښیمانه دي او ژمنه کوي چې په راتلونکي به يې هېڅ یو ماشوم له واکسینه پاتې نه‎شي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG