د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

هرات چارواکي: د مرمرو کان یو شمېر پانګه وال مخالفینو ته پیسې ورکوي


د هرات سیمه يیز چارواکي دا مني چې د چشت ولسوالۍ د مرمر ډبرې د کان یو شمېر پانګه‎وال د امنیتي ستونزو لپاره د دولت وسله‎والو مخالفینو ته پیسې ورکوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته ویلي چې دا کار غیرقانوني دی او د وسله‎والو ډلو د تقویه کېدو سبب ګرځي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر سعد خطیبې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي چې د کار پر مخ وړو پر وخت د خپل امنیت ټینګولو لپاره مجبور دي وسله‎والو ډلو ته باج ورکړي.

ښاغلي خطیبي زیاته کړه:

"په جبري ډول کله چې یوه وسله‎واله ډله راځي او د خصوصي سکتور د کارکوونکو افراد تښتوي او دولت هم دا وړتیا نه‎لري چې دغه کسان د مخالفینو له منګولو وژغوري، نو دوی د یوه انسان د ژوند ژغورلو لپاره پیسې ورکوي، په‎دې کې شک نشته."

د هرات سیمه ییزه اداره له پانګه‎والو غواړي چې وسله‎والو ډلو ته د پیسو ورکولو پرځای کولای شي له حکومته د خپل امنیت خوندي کولو لپاره د ډېرو ځواکونو غوښتنه وکړي.

د هرات چشت ولسوالۍ کې د مرمر او رخام ډبرو نېژدې ۲۰ کانونه د استخراج په حال کې دي چې کارونه یې د امنیتي ستونزو له کبله ځينې وختونه په ټپه درېږي.

XS
SM
MD
LG