د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

ټرمپ: د مذهبي ازادیو په وړاندې د تُندلاری ګواښ به له منځه وړو


د امریکا نوی ولسمشر وایي، تُندلاري د مذهبي ازادیو په وړاندې یو اساسي ګواښ دی او ژمنه یې وکړه چې دا ګواښ به له منځه وړي.

ډونالډ ټرمپ پرون په واشنګټن کې په خپله یوه وینا کې وویل چې نړۍ د مذهبي اقلیتونو په وړاندې د یوې لویې سطح تاوتریخوالي شاهده ده.

ټرمپ ویلي، دغه زور زیاتی چې د دین او مذهب په نوم کېږي، باید له‎منځه یوړل شي.

ولسمشر ټرمپ په ځانګړي ډول په امریکا کې د مذهبي آزادۍ د دفاع ژمنه وکړه.

نوموړي وویل:

"امریکا باید تل یوه زغم لرونکې ټولنه پاتې شي،داسې ځای چې ټولو ادیانو ته په‎کې درناوی وشي او داسې ځای چې زموږ ټول وګړي په‎کې د خوندیتوب او امنیت احساس وکړي."

ولسمشر ټرمپ په ځانګړي ډول په امریکا کې د مذهبي آزادۍ د دفاع ژمنه وکړه
ولسمشر ټرمپ په ځانګړي ډول په امریکا کې د مذهبي آزادۍ د دفاع ژمنه وکړه

د ډونالډ ټرمپ په مشري د امریکا نوې اداره د وروستۍ پریکړې له کبله چې هغه هېواد ته یې د اوو اسلامي هېوادونو پر وګړو د ورتګ بندیز ولګاوه، تر سختو انتقادونو لاندې راغله.

د ولسمشر ټرمپ د اجرائیه فرمان له مخې د ایران، عراق، سوریې، سوډان، یمن، لیبیا او سومالیا وګړي نه‎شي کولای امریکا ته ولاړ شي.

د دې اجرائیه فرمان منتقدین ادعا کوي چې د دغو کسانو ممنوعیت د دین پر اساس شوی دی، خو ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له‎دې فرمان دفاع وکړه او وایي چې هدف په سرحدونو کې د کنټرول او ارزونې ډېروالی دی.

دی وایي، امریکا ته د خلکو د ورتګ برخه کې د دغه هېواد له سخاوت څخه ناسمه ګټه اخېستل شوې ده.

ډونالډ ټرمپ وايي:

"څو راتلونکو ورځو کې موږ یو سیسټم پیلوو څو ډاډ ترلاسه شي هغه کسان چې زموږ هېواد ته ننوځي، زموږ شخصي او مذهبي ازادۍ او ارزښتونه په بشپړ ډول مني او هر ډول ظلم او تبعیض منع کوي. موږ غواړو چې خلک زموږ هېواد ته راشي، خو موږ غواړو دغه خلک زموږ ارزښتونو ته درناوی وکړي او له موږه کرکه ونه‎لري."

د امریکا ولسمشر وویل چې نړۍ په ستونزو کې راګیر ده او د هغو ستونزو په هواري کې هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG