د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

د مخابراتو وزیر چې دنده‌یې ځنډېدلې وايي لګېدلي تورونه دې ثابت شي


د افغانستان د مخابراتو وزیر چې د فساد په تور یې دنده د ولسمشر له‎خوا ځنډول شوې وايي له یوې میاشتې راهیسې بې‌برخلیکه دی او دا نه‎ده په ډاګه شوې چې دنده‌یې ولې ځنډېدلې ده.

عبدالرزاق وحیدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د لګېدلو تورونو له کبله‌یې حیثیت زیامن شوی خو له یوې میاشتې راهیسې ترې هېڅ ډول څېړنې نه‎دي شوي.

وحیدي وايي، تمه وه یوه میاشت مخکې یې د دندې د بېرته سپارلو لپاره اقدام وشي خو دا چاره تر اوسه ځنډ‌ېدلې ده.

عبدالرزاق وحیدي
عبدالرزاق وحیدي

نوموړی وايي:

"تمه وه شاوخوا یوه میاشت مخکې د دندې د بېرته سپارلو لپاره مې وړاندیز وشي خو دا چاره وځنډېده. ما یوازې د لویې څارنوالۍ څخه یو مکتوب تر لاسه کړی چې په هغه کې هم مطلب روښانه نه‎دی، له لویې څارنوالۍ څخه مې غوښتي چې خپلې څېړنې بشپړې او پر ما د لګېدلو تورونو په اړه چې رسنیز شوي رسنیو ته ځواب ووايي."

ښاغلي وحیدي وویل، په تېر یوه میاشت کې ترې غوښتل شوي و چې له رسنیو سره خبرې ونه‎کړي خو دا چې د قضیې په تړاو یې څه نه‎دي شوي نو رسنیو سره خبرو ته حاضر شو.

عبدالرزاق وحیدي لویې څارنوالۍ ته د یوه لیک په استولو سره پر ځان د لګېدلو تورونو د وضاحت غوښتنه کړې او له لویې څارنوالۍ څخه‌یې غوښتي چې د دې قضیې په اړه د خلکو پوښتنو ته د رسنیو له لارې ځواب ووايي.

تر دې مخکې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډیو ته ویلي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر د کار په اړه څېړنې دوام لري او تر بشپړېدو وروسته به د نوموړي د برخلیک په اړه پرېکړه وشي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د افغانستان د مخابراتو د وزیر دنده یوه میاشت مخکې د فساد په تور د ولسمشر له لوري وځنډول شوه.

هاخوا لویه څارنوالۍ که څه هم په دې اړه روښانه ځواب نه‎لري خو وايي چې د دې قضیې په اړه د ولسمشر له لوري ټاګل شوی پلاوی څېړنې کوي.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته وویل، لویې څارنوالۍ ته د ټاګل شوي پلاوي د راپور تر سپارلو وروسته به دغه اداره خپله پرېکړه وکړي.

نوموړی وايي:

"وروسته له هغې چې ټاکل شوي پلاوي په دې اړه خپلې تخنیکي څېړنې ترسره کړې او ټولې څېړنې یې بشپړې شوې لویه څارنوالۍ به د دغو څېړنو او تر لاسه شویو نظریانو پر بنسټ د قانون له مخې خپله پرېکړه کوي."

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

په ورته وخت کې حقوقي کارپوهان وايي، د تورنو چارواکو بې‌برخلیکه پاتې کېدل او د سرپرست له‎خوا د یوه وزارت اداره کول خپله فساد ته لاره هواروي.

د حقوق‌پوهانو د ټولنې رئیس ګل رحمن قاضي وايي، که یو چارواکی په کوم جرم تورنېږي د دندې د ځنډېدلو او څېړنو دقیقه نېټه‌یې باید روښانه شي او قضیه‌یې باید په ټاګل شوې موده کې بشپړه او برخلیک‌یې معلوم شي.

ښاغلی ګل رحمان قاضي د دا ډول قضیو د څېړلو لپاره یوه اوونې کافي بولي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG