د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

برمک: د ماينونو پاکېدو لپاره د کال ۸۰ میليونه ډالرو ته اړتيا ده


افغان حکومت هڅه کوي چې د موجوده ماينونو د پاکولو پروګرام ته د مالي مرستو جلبولو په هدف دوه غونډې راوبولي.

په پام کې ده د ماين پاکۍ پروګرام ته د مالي مرستو جلبولو په هدف يوه غونډه روانه ميلادي مياشت په کابل او بله راتلونکې مياشت په جنيوا کې جوړه شي.

افغان حکومت په دغو غونډو کې د ماين پاکۍ په برخه کې خپل پروګرامونه تشرېح کوي.

په افغانستان کې پېښو ته د چمتووالي لپاره د دولت وزير ويس احمد برمک د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې د کابل غونډه به د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په مشرۍ وي چې په افغانستان کې بېلابېلو سفيرانو او مرستندويانو ته هم بلنه ورکول کېږي.

ښاغلي برمک وويل، تمه لري چې د افغانستان تمويلوونکي به پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

برمک: هيله مو دا ده چې دواړې غونډې موږ ته ښه نتيجه ولري.
برمک: هيله مو دا ده چې دواړې غونډې موږ ته ښه نتيجه ولري.

دی زیاتوي:

"هيله مو دا ده چې دواړه غونډې موږ ته ښه نتيجه ولري، تمه لرو چې دغه پروګرام ته په کلني ډول اتيا میليونه ډالره له مرستندويانو ترلاسه کړو چې په دې برخه کې ټاکلي هدف ته ورسېږو، خو موږ وينو چې په تېرو درېيو-څلورو کلونو کې د نړيوالې ټولنې مالي مرستې کمې شوې دي، تېر کال مو غوښتل چې تر اويا میليونو ډالرو زياته بودجه ترلاسه کړو، خو د سږ کال لپاره مو يوازې ٣٠ میليونه ډالره ترلاسه کړي دي."

افغانستان تېر کال خپله ستراتيژي جوړه کړه چې له مخې يې د ماين پاکۍ په برخه کې د افغانستان اړتياوې مشخصې شوې دي.

ويس احمد برمک وويل د افغانستان هدف دا دى چې په راتلونکو پنځو يا لسو کلونو کې دغه هېواد له ماينونو او نورو ناچاودو مهماتو پاک اعلان شي.

ده زياته کړه، دا مهال په افغانستان کې پر زر کېلو متر مربع خاوره ماينونه کرل شوي، تر ډېره په هلمند، کابل، غزني، لوګر، ننګرهار، پروان، کاپيسا، کندهار او ارزګان کې.

د ده په خبره د دوى يوه سروې ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په ١٧ ولايتونو کې پر څه باندې ۴٢٠ کېلو متر مربع خاوره ماينونه کرل شوي دي.

ښاغلی برمک وايي:

"ټول وسله‌وال مخالفین چې دا مهال د افغان امنيتي قواوو او د هغوى د بهرنيو ملاتړو ځواکونو پر ضد جنګېږي، لکه وسله‌والو طالبانو يا نورو ډلو چې د دوى تر چتر لاندې فعاليت لري، يا هم نورو دولت ضد ډلو دغه ماينونه او نور منجفره وسايل ځاى پر ځاى کړي دي."

د دولت کومې مخالفې ډلې د افغان حکومت د دې څرګندونو په اړه تبصره نه‌ده کړې.

په افغانستان کې پېښو ته د چمتووالي لپاره د دولت وزير وايي، له ماينونو د دغو ۴٢٠ کېلو متر مربع ځمکې د پاکولو لپاره څه باندې ١۵٠ میليونه ډالرو ته اړتيا ده.

په افغانستان کې په ١٩٨٩ میلادي کال د نړيوالې ټولنې په مرسته د ماين پاکۍ د پروګرام له پيله څه باندې دوه زره او پنځوس کېلو متر مربع ځمکه له ناچاوده مهماتو او ماينونو پاکه شوې او په دې برخه کې تر دوه میلياردو ډالرو زياته بودجه لګول شوې ده.

XS
SM
MD
LG