د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د یوې خونړۍ حملې مخنیوی کړی دی.
د چاراکو په وینا وسلهوالو غوښتل چې په کندهار کې د ملي اردو له یونیفورم او د چاودېدونکو موادو له ډک موټر څخه په استفادې حمله وکړي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کې د ځمکې او هوا له لارې عملیات تر سره کړي دي.
دراني زیاته کړه چې په دې عملياتو کې د وسلهوالو طالبانو د چاوېدونکو موادو یو ډک موټر د پنځه وسلهوالو سره يوځای لهمنځه وړل شوی او ۱۱ وسلهوال د امنیتي ځواکونو له لوري د وسلو او مهماتو سره يوځای نيول شوي دي.
د دراني په وینا وسلهوالو غوښتل چې په کندهار ښار کې پر دولتي تأسیساتو حمله وکړي چې امنیتي ځواکونو يې مخه ونیوله.
نوموړي زیاته کړه:
"په هوايي عملیاتو کې د چاوېدونکو موادو ډک موټر چې یوولس پارسله چاودېدونکي مواد پهکې بار وو د پنځو ترهګرو سره یوځای لهمنځه وړل شوي او په ځمکنیو عملیاتو کې یوولس نفره د ملي اردو د شلو جوړو درېشیو او وسلو سره یوځای نیول شوي دي."
تر اوسه نهدي ویل شوي چې وسلهوالو دقیقاً د کندهار ښار پر کومو دولتي تأسیساتو د حملې پلان درلود، خو تر دې مخکي چارواکو په کندهار ښار کې د هند پر قونسلګرۍ د حملې خبر ورکړی وو.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
راپور: محمد صادق رښتینی