د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

پوځي چارواکي: د افغانستان ترهګریزو پېښو کې پاکستان هېڅ لاس نه‌لري


د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې د افغانستان په ګډون‌یې د سیمې پر بدلېدونکي وضعیت پام دی او ټینګار کوي چې په افغانستان کې په ترهګریزو پېښو کې پاکستان هېڅ ډول لاس نه‎لري.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې «ISPR» مشر میجر جنرال اصف غفور د سې شنبې په ورځ په راولپېنډۍ ښار کې د خبري غونډې پر مهال همدا شان وویل چې افغان پولې ته څېرمه‌یې په قبایلي سیمو کې د ترهګرو پر ضد پوځي عملیاتو کې د ترهګرو مرکزونه له‌منځه وړي چې په نتیجه کې یې ترهګر یا خو وژل شوي یا هم افغانستان ته اوښتي او هلته پټ شوي دي.

که له یوې خوا د پوځ د ویاند د دغې خبري غونډې ډېری برخه د پاکستان او هندوستان اړیکو، د دواړو هېوادونو پر پوله تاوتریخوالي او په پاکستان کې دننه د ترهګرو پر ضد روانو پوځي عملیاتو ته ځانګړې وه، خو د دې تر څنګ نوموړي د افغانستان په روان وضعیت هم خبرې وکړې.

جنرال غفور په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې امن غواړي، په افغانستان کې په هېڅ‎ډول ترهګریزو پېښو کې لاس نه‌لري او ټینګار يې وکړ چې پاکستان به خپله خاوره د هېڅ‌چا پر ضد کارېدو ته پرې نه‎ږدي.

نوموړي په دغې خبري غونډه کې د افغانستان په وضعیت اندېښنه وښوده، ترهګري یې له هېواد او مذهبه پورته پدیده وبلله او زیاته‌یې کړه چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له افغانانو سره یوځای ولاړ دي.

جنرال غفور زیاته کړه:

"موږ د افغانستان په ګډون د سیمې په بدلېدونکي وضعیت پام لرو. پاکستان او افغانستان وروڼه او ګاونډي هېوادونه دي، موږ د افغانستان په وضعیت اندېښمن یو او د ترهګرۍ پر خلاف جګړه کې له خپلو افغان وروڼو سره اوږه پر اوږه ولاړ یو. پاکستان تل ویلي چې ترهګري له هېواد او مذهبه پورته پدیده ده او موږ باید په ګډه د دې مقابله وکړو. د افغانستان سنجیده کړۍ په دې پوه دي چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې تر خپلې وسې اقدامات کړي، خو بیا هم د ځینو قوتونو مقصد په هر صورت کې پر پاکستان تور لګول وي."

د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د خپلو پوځیانو او ولس د قربانیو د یادولو تر څنګ، په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي او په دې هېواد کې د سولې لپاره د افغان پوځ او ولس د قربانیو یادونه هم وکړه.

د پاکستان پوځ ویاند دا خبري غونډه تر هغې وروسته کړې چې د پنجاب حکومت تېره ورځ د جماعت‌الدعوه ډلې مشر حافظ سعید او د دغې ډلې څلور نور جګپوړي غړي په کور کې نظربند کړل.

ښاغلي غفور د حافظ سعید نظربندۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ریاستي ادارو دا پرېکړه د پالېسۍ له مخې کړې او په خبره‌یې چې "خپلواک هېوادونه ټولې پرېکړې د خپلې ملي ګټې په پام کې نیولو سره کوي."

که څه هم نوموړي په دې اړه نور تفصیلات ورنه‎کړل، خو ویې‌ویل چې په دې لړ کې به نور وضعیت په راتلونکو ورځو کې روښانه شي.

ښاغلي اصف همدا شان په قبایلي سیمو کې د ترهګرو پر ضد د روانو پوځي عملیاتو په یادونه کې وویل چې له ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ میلادي کلونو راهیسې يې د ترهګرو پر ضد عملیاتو کې له ۷۰ زرو زیاتو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو ټینګار یې وکړ چې د ترهګرۍ د ختمولو پورې په‌یې عملیات روان وي.

د اصف غفور په خبره، په قبایلي سیمو کې یې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د ترهګرو مرکزونه له‌منځه وړي، ترهګر یې وژلي او یا هم د پولي پورې غاړې په افغانستان کې د ځواکونو د نشتوالي له امله افغان خاورې ته اوښتي دي.

د پوځ ویاند دغه خبري غونډې ته د پاکستان او هندوستان پر اړیکو هم خبرې وکړې او ویې‌ویل، موږ له چا سره جنګ نه‌غواړو، بلکې ټولې مسئلې د خبرو اترو له لارې اوارول غواړو، خو د دې تر څنګ‌یې وویل، که د هندوستان له‌خوا کوم اقدام کېږي، نو پاکستان‌یې د ځواب ورکولو وړتیا لري.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG