د اروپايي شورا مشر ډونالد ټوسک وايي، د امریکا د نوي ولسمشر د ادارې له لوري د اندېښنې وړ اعلانونه د هغو خارجي ګواښونو یوه برخه جوړوي چې اروپايي اتحادیه ورسره مخامخ ده.
ډونالد ټوسک پرون سې شنبه د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو مشرانو ته په یوه لیک کې د اتحاد او یووالي غوښتنه وکړه.
ټوسک لیکلي چې اروپايي اتحادیه کې له ستونزو سره چې تر بل هر وخت زیاتې خطرناکې شوي، د مبارزې لپاره اتحاد ته اړتیا ده.
د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو مشران به د فبروروۍ په درېیمه غونډه وکړي او پر هغو ستونزو به وغږېږي چې اروپا اوسمهال ورسره مخامخ ده.
د اتحادیې ۲۷ غړي هېوادونه په مالتا کې غونډه کوي.
اروپايي مشرانو ته په لیک کې د اروپايي شورا مشر ډونالد ټوسک درېیو سترو خطرونو ته اشاره کړې چې د هغه په باور، د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونهیې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
هغه په نړۍ او د اروپا شااوخوا د سیاسي جغرافیې څرنګوالي ته اشاره کړې او لیکلي يې دي چې د چین زیاتېدونکي جسارت، د اوکراین او شااوخوا هېوادونو په وړاندې د روسیې خصمانه کړنلارې، د افریقا په شمال او منځني ختیځ کې ترورېزم او ګډوډۍ، د اسلامپالو افراطي ډلو فعالیت او د امریکا د نوې ادارې خواشیني پارونکي اعلانونه د ټولې اروپا راتلونکې له بېثباتۍ سره مخامخ کړې ده.
ډونالد ټوسک لیکلي چې واشنګټن کې وروستیو بدلونونو اروپايي اتحادیه له ستونزمن حالت سره مخامخ کړې ځکه د هغه په باور د امریکا نوې ادارې د امریکا د بهرني سیاست تېرې اووه لسیزې کار تر پوښتنې لاندې کړی دی.
ډونالد ټوسک لیکلي:
"موږ هغو کسانو ته نهشو تسلیمېدلای چې غواړي د ترانس اتلانتیک تړون چې په نشتوالي کې ېې نړیواله سوله او نظم دوام نهشي کولای، کمزوری یا منزوي کړي. موږ باید خپلو امریکايي دوستانو ته د هغوی خپله خبره وریاده کړو چې وايي، په اتحاد کې پیاوري یو او په نفاق کې منزوي کېږو."
د اروپايي شورا مشر په داسې حال کې د اروپايي اتحادیې پر غړو د اتحاد غږ کړی چې د یونان صدراعظم الکسېس سیپراس په اروپا کې یو لړ مهمو، ممکنو سیاسي بدلونونو ته اشاره وکړه او ویېویل چې اروپا حساسې مرحلې ته رسېدلې ده.
الکسیس سیپراس وايي:
"اروپا په ډېره حساسه مرحله کې ده. په مهمو هېوادونو کې انتخابات راروان دي. موږ ټول باید په دې وپوهېږو چې په داسې وخت کې چې د بېثباتۍ موجونه د اروپا د کمزوري کولو هڅې کوي، هر هېواد خپلې لنډمهالې سیاسي ګټې پرېږدي او د اروپا ګډو ګټو ته لومړیتوب ورکړي."
د اروپايي شورا مشر په اروپايي اتحادیه کې د ملتپالو ډلو زیاتېدو ته اشاره کړې چې د هغه په باور د اروپايي اتحادیې او بهرنیانو ضد احساساتیې زیات کړي دي.
د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ یو لړ خبرو په اروپايي اتحادیه کې اندېښنې پېدا کړي دي.
هغه له اروپايي اتحادیې د بریتانيې د وتلو "بریکزټ" ملاتړ کړی دی.