د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د دولتي ادارو له ویاندویانو نه د خبریالانو سلګونه شکایتونه ثبت شوي


انځور تزئیني بڼه لري - ارشیف
انځور تزئیني بڼه لري - ارشیف

د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو د ملاتړ ټولنه وایې په کابل او ولایتونو کې د دولتي ادارو د ویاندویانو په اړه د خبریالانو سلګونه شکایتونه‌یې ثبت کړې دي.

د دغې ټولنې مشر رحیم‌الله سمندر د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په کابل او ولایتونو کې د دولتي ادارو د ویاندویانو په اړه د خبریالانو سلګونه شکایتونه‌یې ثبت کړي دي.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو د ملاتړ ټولنې مشر رحیم الله سمندر
د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو د ملاتړ ټولنې مشر رحیم الله سمندر

ښاغلي سمندر زیاته کړه:

"په دغو شکایتونو کې په کابل کې د وزارتونو له ویاندویانو، په ولایتونو کې د والیانو له ویاندویانو او دغه‌راز د امنیه قوماندانۍ له ویاندویانو او د یو شمېر عمومي ریاستونو له ویاندویانو شکایت شوی چې دوی معلومات نه‌ورکوي، دوی مثلاً په ‎دې پلمه چې جلسه لري او یا هم وایي چې وروسته اړیکه ونیسئ او وروسته بیا ټیلیفون بندوي، دغه شکایتونه موږ ته راغلي او هغه مېکانیزم چې معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې معرفي شوی هغه هم ډېر مغلق دی او په اسانۍ سره خبریالانو ته معلومات نه‌ورکول کېږي."

په ورته وخت کې یو شمېر افغان خبریالان هم وایي چې د دولتي ادارو د ویاندویانو له‎خوا په وخت د معلوماتو نه‌شریکول د دې لامل شوي چې د دوی کارونه له ستونزو سره مخ شوي او د پر وخت او دقیقو راپورونو په ورکولو بریالي نه‎شي.

یو تن خبریال احسان‌الله سهاک وايي:

"کله چې یو ویاند نه‌حاضرېږي موږ ته معلومات راکړي واقعاً دا زموږ په کارونو ناوړه اغېز کوي، اکثره اوس‌مهال د خبریالانو اړیکې له دولتي ویاندویانو سره پرې شوي ځکه هغوی هېڅ ډول همکاري نه‎لري."

بل افغان خبریال حسین ناصري بیا وايي:

"سره له دې چې حکومت په تېرو دوو کلونو کې د خبریالانو د ستونزو د هواري ژمنه کړې، خو لا هم افغان خبریالان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، په ځانګړي ډول دولتي ویاندویان له خبریالانو سره سلیقوي چلند کوي او په وخت معلومات نه‌شریکوي."

د یادونې وړ ده چې ازادي راډیو هم په دې برخه کې په وار-وار له ورته ستونزو سره مخ شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر، رسنیو ته د حکومتي چارواکو له‎خوا، د معلوماتو د ورکولو د بهیر د ګړندیتوب په مقصد، نوی حکم ورکړ چې لوړپوړي دولتي چارواکي، وزیران او والیان مکلف دي چې د محرمو معلوماتو په پام کې نیولو سره، د اړتیا وړ معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

هڅه مو وکړه چې د خبریالانو د وروستیو شکایتونو په اړه اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون نظر هم واخلو خو له پرله‎پسي اړیکو وروسته بیا هم ونه‌توانېدو چې د دغه کمېسیون له چارواکو سره خبرې وکړو.

خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له هغو ادارو او ویاندویانو سره به قانوني چلند کېږي چې خلکو ته د رسنیو له لارې پر وخت د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي په‎ دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د جمهوري ریاست په ګډون د ټولو وزارتونو، بنسټونو او ولایتونو ویاندویان ملکف دي چې د ولسمشر د حکم او اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون مطابق له رسنیو سره همکاري وکړي."

ولسمشر غني د ۱۳۹۳ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشېح کړ چې شپږ فصلونه او ۳۲ مادې لري.

هغه قانون چې افغان خبریالانو او د رسنیو څخه د ملاتړ ادارو ډېر وخت د هغې په عملي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې لاهم د حکومت څخه پر وخت د معلوماتو په اخیستلو کې ستونزې موجودې دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG