د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

سړه هوا او د یونان په ټاپوګانو کې د غیر قانوني کډوالو وضعیت


د بشري حقونو ملاتړ ادارې د اروپا د جنوب هېوادونو کې د هوا له سړېدو سره د هغو غیر قانوني کډوالو په اړه اندېښنه څرګندوي چې تر خیمو لاندې پاتې دي.

د یونان په لیسبوس ټاپو کې یو غیر قانوني کډوال پرون دوشنبه په خپله خیمه کې مړ وموندل شو.

د روېټرز خبري اژانس په وینا، په یوه اوونۍ کې دا درېیم غیر قانوني کډوال دی چې په اروپا کې د یخنۍ د شدت او د امکاناتو د نشتوالي له امله مړ کېږي.

د عفوې نړیوال سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اروپايي اتحادیه د غیر قانوني کډوالو او مهاجرینو په خوندي کولو او هغوی ته د ژوند د باعزته شرایطو په برابرولو کې ناکامه شوې ده.

د عفوې نړیوال سازمان پرون وویل، یونان کې په ځانګړي ډول د هغه هېواد په ټاپوګانو کې غیر قانوني کډوال او مهاجر په ډېرو خرابو شرایطو کې بې‌سرپناه پراته دي.

د عفوې نړیوال سازمان وویل چې یونان ته رسېدلي غیر قانوني کډوال او مهاجر له ناوړه شرایطو سره مخامخ دي او دوی یې د وضعیت په اړه شدیده اندېښنه لري.

په هغه سازمان کې د مهاجرت د چارو څېړونکې مونیکا کوستا پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې یونان او نورو هېوادونو کې د غیر قانوني کډوالو او مهاجرینو د ناوړه وضعیت اساسي دلیل د اروپايي اتحادیې او اروپايي حکومتونو هغه فشار دی چې د کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره د خپلو ژمنو له عملي کولو پرته‌یې، د بالکان هېوادونو د لارو د تړلو لپاره راوستي دي.

مونیکا کوستا ویلي:

"د ترکیې او اروپايي اتحادیې د معاملې پر اساس غیر قانوني کډوال او مهاجرین مجبورېږي چې د یونان په جزیرو کې پاتې شي څو بېرته ترکیې ته واستول شي او دې وضعیت سخت کړی دی."

د روېټرز خبري اژانس په حواله، د یونان په لیسبوس ټاپو کې پرون یو سړی چې ښايي ۲۰ کلن او له پاکستانه ورغلی و، تر خیمې لاندې مړ وموندل شو.

د یونان پولیسو ویلي چې یو بل ځوان چې په همدې خیمه کې له ‎دې پاکستاني ځوان سره مېشت و، سخت ناجوړه موندل شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د یونان پولیسو روانه اوونۍ د موریا په نوم کمپ کې چې د یونان په یوه زړه پوځي اډه کې جوړ شوی دی، یو مړی پیدا کړ.

پولیسو تېره اوونۍ د مصر یو ۲۲ کلن سړی او د سوریې یو ۴۶ کلن سړی هم مړه وموندل.

دوی هم تر یوې خیمې لاندې اوسېدل.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، د تېر کال له مارچ راهیسې لږ تر لږه ۶۰ زره غیر قانوني پناه غوښتونکي او کډوال د یونان په ټاپوګانو کې د غیر قانوني کډوالو او مهاجرینو لپاره په کمپونو کې مېشت شوي دي.

دا خلک تر ډېره حده د افغانستان، سوریې او عراق دي، خو د افریقا د شمال ځینو هېوادونو وګړي هم په‎کې شته.

د لیسبوس په ګډون، د یونان ټاپوګانو کې هوا ډېره سړه شوې او په ځينو سیمو کې د تودوخي درجه تر صفر لاندې لوېدلې ده.

ملګرو ملتونو، د عفوې نړیوال سازمان او نورو خیریه ادارو د یونان پر حکومت غږ کړی چې هلته د مېشتو غیر قانوني کډوالو د وضعیت د ښه کولو هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG