د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

زاخېلوال: د افغانستان پالېسي د پاکستان انزوا نه‌ده


پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال
پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال

په پاکستان کې د افغانستان سفیر وایي، تر هغو له پاکستان سره د اړیکو د ښه کېدو هڅو ته دوام ورکوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اختلافات پای ته رسېږي.

حضرت عمر زاخېلوال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان انزوا د افغانستان په ګټه نه‌ده بلکې هغه هېواد باید داسې لارې ته وهڅول شي چې د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي.

نوموړي که څه هم له پاکستاني چارواکو سره د خبرو کومه ځانګړې مثبته نتیجه نه‌ده اخیستې، خو وایي، دا په دې معنی نه‌ده چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو هڅې ودرول شي.

زاخېلوال وایي، په همدې هدف‌یې د پاکستان پر لوړپوړو چارواکو سربېره د ځینو عمده ګوندونو له مشرانو سره کتلي او دا لړۍ به جاري وساتي.

نوموړي زیاته کړه:

"دلته هغه مطرح ګوندونه چې دي مثلاً اسلامي ګوندونه لکه د سمیع‌الحق، مولانا فضل‌الرحمن ګوند، د جماعت اسلامي سراج‌الحق دی، له ټولو سره ناستې ولاړې لرو، په قبایلي سیمو کې له مشرانو سره ګورو د عوامي نېشنل پارټي، د پښتونخوا پارټي، شېرپاو صاحب او نورو داسې مشرانو سره ګورو، بحثونه ورسره لرو، مشورې لرو او دوی هڅوو."

زاخېلوال وایي، د دوی هڅه تر ډېره دا ده چې پاکستان وهڅوي چې خپلې اندېښنې او اختلافات افغانستان ته ښکاره ووایي، څو د کابل اداره‌یې په اړه غور وکړي.

ویل کېږي د پاکستان له لویو اندېښنو څخه یوه‌یې له هند سره د افغانستان اړیکي دي او دا چې کېدای شي هند د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد استفاده وکړي.

زکریا: وسله‎والې ډلې افغان خاوره د ترهګریزو بریدونو لپاره کاروي

پوښتنه دا ده چې که پاکستان له افغانستان څخه د همدې اندېښنې د له‌منځه وړلو غوښتنه وکړي د کابل ځواب به څه وي؟

په ځواب کې حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه له هېڅ‌چا سره په اړیکو کې بدلون نه‌شي راوستلی، خو وایي، پاکستان ته دا ډاډ ورکولای شي چې هېڅکله به د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

د ښاغلي زاخېلوال په خبره چې وایي، ښې اړیکې د دواړو هېوادونو مجبوریت او ضرورت دی، خو دی وایي، د اړیکو د ښه کېدو لپاره تر پاکستان افغانستان لا ډېره هڅه کړې ده څو د سولې فضا رامنځته کړي.

ویل کېږي دا چې پاکستان د ترورېزم په وړاندې جدي مبارزه نه‌ده کړې، پر دې خبره د نړۍ ډېری هېوادونه په یوه خوله دي.

سیاسي تحلیلګران دې ته د پاکستان لپاره د سیاسي انزوا په سترګه ګوري او وایي، افغانستان له دې څخه ښه ګټه پورته کولای شي.

زاخېلوال: د افغانستان پالېسي د پاکستان انزوا نه‌ده.
زاخېلوال: د افغانستان پالېسي د پاکستان انزوا نه‌ده.

دا چې له پاکستان سره د افغانستان له‌خوا د اړیکو د ښه کولو پرله‌پسې هڅې به دغه انزوا له‌منځه یونه‌سي او څومره به افغانستان دغه فرصت له لاسه ورکړي، ښاغلی زاخېلوال داسې ځواب ورکوي:

"د افغانستان پالېسي د پاکستان انزوا نه‌ده، که انګېرنه دا وي چې افغانستان د پاکستان د منزوي کېدو هڅه کوي دا د افغانستان په ګټه نه‌ده، د افغانستان پالېسي مثبتو او تر پخوا متفاوتو لارو ته د پاکستان هڅول دي او هغه لار چې د افغانستان د سولې ملاتړی اوسي، نو هر هغه هېواد او هره هغه غونډه چې د پاکستان لپاره تشویقي اوسي او د افغانستان د ثبات لپاره وي د افغانستان ملاتړ ورسره دی."

په پاکستان کې د افغانستان سفیر داسې مهال د دغو ناستو خبره کوي چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د بریتانیا سفیر دومنیک جرمي هم پاکستان ته سفر وکړ او د کابل او اسلام‌اباد تر منځ اړیکو د ښه کېدو په هدف‌یې د پاکستان صدراعظم نواز شریف په ګډون د هغه هېواد له نورو لوړپوړو پوځي چارواکو سره کتلي دي.

زاخېلوال: کابل او اسلام اباد له اړیکو ښه کولو پرته بله لار نه‌لري

ایا بریتانیه کولای شي د کابل او اسلام اباد اړیکې سمې کړي؟

دغه بریتانوي ډیپلومات هیله وښوده چې د امریکا نوې اداره هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د اعتماد جوړولو برخې ته توجه وکړي.

افغان چارواکو په وار وار د پاکستان پر سیاستونو انتقاد کړی او دا یې ویلي چې پاکستان د افغانستان د سولې پروسه کې رښتینې همکاري نه‎کوي.

قاسمیار: د پاکستان ښه شعارونه نه بلکې ښه عمل درد دوا کولای شي

دغه‌راز افغان حکومت پاکستان په دې تورنوي چې په افغانستان کې څو وروستۍ خونړۍ حملې په هغه هېواد کې پلان شوې وې، خو پاکستان دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG