د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

سور صلیب: ۲۰۱۶ افغانستان کې د خیریه بنسټونو لپاره ډېر خونړی کال و


د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې په تېر یو کال کې د افغانستان ډېرو برخو ته د مرستندویو ټولنو او د هغو د کارکوونکو د نه‌لاسرسي له وجې د افغانانو په ستونزو کې زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې د سره صلیب «ICRC» دفتر په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې د جګړې له اصولو د سرغړونو، ناامنیو، د مواصلاتو د ستونزې او د هېواد پر روغتیايي مرکزونو او کارکوونکو د حملو له کبله ۲۰۱۶ کال د افغانانو او د بشري مرستو د رسوونکو ټولنو لپاره ډېر خونړی کال و.

د سره صلیب نړیواله کمېټه د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې د بشري مرستو د رسولو په وړاندې خنډ رامنځته نه‌کړي.

په افغانستان کې د دې کمېټې ویاند ایاز احمد رامین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د جګړې له تولو ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه کوو چې بشري کارکوونکو او مرستندویو ټولنو ته اجازه ورکړي چې خپل فعالیتونه ترسره کړي ځکه د دې ټولنو هدف دا دی چې د افغانستان هغو وګړو سره مرسته وکړي چې جګړو ځپلي دي او مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري."

د سره صلیب نړیواله کمېټه له ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعاله ده.

دا ټولنه د حکومت او وسله‌والو مخالفینو له زندانیانو سره د لیدنو، د زندانونو د وضعیت او له زندانیانو سره د چال چلند د ارزونې، د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ د جګړو زیانمنو خلکو ته د مرستو په رسولو او نورو برخو کې فعالیت کوي.

په افغانستان کې د «ICRC» ویاند ښاغلی رامین وايي، د دوی ټولنه ژمنه ده چې له ټولو ستونزو سره سره به له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG