د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

برمک: وروستیو ورښتونو ۲۹ کسان وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي


د وروستیو دوه اوونیو واورو او ورښتونو د لارو او مواصلاتو له پرې کېدو سره سره مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

پېښو ته د رسېدو برخه کې د دولت وزیر ویس احمد برمک د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په ۱۱ ولایتونو کې د هغوی ډلې په غور، کونړ، بدخشان، نورستان، پروان او ننګرهار کې دا تلفات ډېر ثبت شوي دي.

پېښو ته د رسېدو برخه کې د دولت وزیر ویس احمد برمک
پېښو ته د رسېدو برخه کې د دولت وزیر ویس احمد برمک

ښاغلي برمک زیاته کړه:

"اوس‌مهال په ۱۱ ولایتونو کې واوره اوري، بدخشان ډېر زیانمن شوی، وروستیو ورښتونو تلفات هم رسولي په تېرو دوه اوونیو کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي."

که څه هم ښاغلی برمک د ۱۱ ولایتونو څخه راټول شوي شمېرې دومره ښيي خو تېره اوونۍ د جوزجان ولایت د درزاب ولسوال یوازې په دغې ولسوالۍ کې د ۲۷ کسانو د وژل کېدو ویلي دي.

په افغانستان کې د واورې ورښت اوږده سابقه لري خو هر کال د حکومت له ژمنو سره-سره یو زیات شمېر تلفات پېښوي.

د چارو یو شمېر کتونکي وايي، سره له دې چې حکومت هر کال د ښو تیاریو خبرې کوي خو د دوی په وینا حکومت په زیان لیدونکو دغو سیمو کې کله هم د خلکو لازم لاس نیوی نه‎دی کړی.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډې له پیلېدو مخکې رسنیو ته وویل چې تر اوسه واورې له وړاندوینې ډېرې ورېدلې دي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړی وايي:

"د ټولو سکتوري بنسټونو چې کولای شي کمک وکړي د همکارۍ غوښتنه کوو، د واورې د ورېدلو له امله ستونزې پیدا شوي، نه‌یوازې دا چې لارې یې بندې کړي دي بلکې غذایي موادو رسول او نور ډېر څه‌یې اغېزمن کړي دي. "

ښاغلی عبدالله وايي چې سږ کال د دومره واورې ورېدلو اټکل نه‌کېده.

هغه په ورته وخت کې پېښو ته د رسېدو برخه کې د دولت له وزارت او نورو بنسټونو وغوښتل چې لا ډېر چمتوالي ته کار وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG