د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

ټرمپ او د سعودي پاچا سوریه او یمن کې د خوندي سیمو د پلان ملاتړ وکړ


سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر ډونالد ټرمپ او د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز تېره ورځ یو ساعت په ټیلیفون خبرې وکړې.

د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې ټرمپ په کراتو-کراتو له خلیج هېوادونو غوښتي و چې د سوریې د کډوالو لپاره خوندي سیمې رامنځته کړي.

ټرمپ ویلي، هغه مقررات به چې دوی وضع کړي وکولای شي د ده په وینا د هغه ترورېستي ګواښ چې کډوال او یو شمېر نور یې متحده ایالاتو ته له داخلېدو سره له یو شمېر اسلامي هېوادونو له ځان سره راوړي، مخنیوی وکړي.

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې په سوریه او یمن کې د خوندي سیمو د جوړولو وړاندیز ولسمشر وکړ او د سعودي پاچا یې هم ملاتړ وکړ.

​دغه‌راز دواړو مشرانو د هغو پلانونو ملاتړ هم وکړ چې په سیمه کې د روان کړکېچ له امله له ګڼ شمېر بې‌ځایه شویو کډوالو سره مرسته کوي.

په سوریه کې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې چې کورنۍ جګړه پیل شوې، له ۳۰۰ زرو زیات کسان وژل شوي او په یمن کې هم د حوثي شیعه یاغیانو او سُني حکومت تر منځ چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف‌یې ملاتړ کوي، لږ تر لږه ۱۰ زره کسان وژل شوي دي.

د سعودي رسمي خبري اژانس د دغې ټیلیفوني خبرو په اړه په راپور کې د خوندي سیمو د رامنځته کولو خبره نه‎ده کړې او ویلي یې دي چې دواړو مشرانو یو ځل بیا د متحده ایالاتو او سعودي عربستان تر منځ د ژور او دوامدار ستراتیژیک شراکت پر اهمیت ټینګار وکړ.

سپینه ماڼۍ وایي، دواړه مشران دغه‌راز له دې سره موافق و چې دا مهمه ده چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې روانې هڅې پیاوړې شي.

روېټرز د سعودي د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله چې د دغه ټیلیفوني خبرو له محتوا خبر و، ویلي یې دي نه‌پوهېږي دواړو مشرانو د ټرمپ د هغه اجرائیه فرمان په اړه چې په مؤقت ډول متحده ایالاتو ته کډوال له داخلېدو منع کوي او د سوريې او شپږو نورو اسلامي هېوادونو اتباعو ته په سفر بندیز لګوي، خبرې وکړې او که نه؟

سعودي د دغو اوو اسلامي هېوادونو په لېست کې نه‎دی شامل.

د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې ټرمپ او عبدالعزیز په دې هم موافقه وکړه چې د دې اړتیا شته چې سیمه کې د ایران د بې‌ثباتۍ فعالیتونو ته ځواب وویل شي.

ټرمپ په ښکاره د ایران پر سیاستونو سخت انتقاد کړی دی.

ایران او سعودي په سیمه کې ستر سیالان دي.

ټرمپ دغه‌راز د ابو ظبي له ولیعهد شیخ محمد بن زید النهیان سره هم په ټیلیفون خبرې وکړې او له هغه‌ سره‌یې هم د خوندي سیمو مسئله مطرح کړه چې د سپینې ماڼۍ په وینا ولیعهد النهیان‌يې ملاتړ وکړ.

XS
SM
MD
LG