افغان حکومت وايي، له ترورېزم سره په مبارزه کې د امریکا متحده ایالات د افغانستان نېږدې ملګری پاتې شوی او دواړه هېوادونه په دې برخه کې ګډې لاسته راوړنې لري.
افغان حکومت وايي، دا هېواد لا هم له ترورېزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې پروت دی او د امریکا تر څنګ که هر بل هېواد له افغانستان سره په دې برخه کې رښتینې مرسته کوي دوی يې هرکلی کوي.
د اجرائيه ریاست د مطبوعاتي دفتر مرستیال سید امید میثم دا خبرې د دوشنبې په ورځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې روسیې ته دې د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې رول ورکړل شي وکړې.
ښاغلي میثم ترورېزم سره په مبارزه کې امریکا د افغانستان یو مهم ملګری یاد کړ او ویېویل:
"افغانستان او امریکا د ترورېزم په وړاندې دوه ستراتیژيک ملګري هېوادونه دي چې ډېرې لاسته راوړنې لري او قربانۍ يې ورکړي نو په همدې اساس که بل هر هېواد غواړي له افغانستان سره د ترورېزم پر ضد مبارزه کې رښتینې مرسته وکړي موږ ورته هرکلی وايو."
د وال ستریټ ژورنال ورځپانې په تازه ليکنه کې چې د حامد کرزي له قولهيې خپره کړې ویلي چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا موجودیت د امنیت د ټینګښت په برخه کې نهیوازې دا چې ګټور نهوو بلکې د دوی د موجودیت له امله افراطیت لا پسې زیات شو.
ورځپاڼه لیکي ښاغلی کرزی ټینګار کوي چې د ترورېزم ضد جګړه کې باید روسیې ته ونډه ورکړل شي، څو په افغانستان کې د دوه سترو هېوادونو تر منځ د قدرت توازن رامنځته شي.
دا خبرې په داسې وخت کې خپرېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر په وروستیو ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ښو اړيکو ټينګار کړی.
ښاغلي کرزي په دې اړه ویلي د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ نېږدیوالي دی هیلهمند کړی چې دوی په افغانستان کې شریک کار ته وهڅېږي.
هڅه مو وکړه چې د افغانستان پخواني ولسمشر د تازه څرګندونو په اړه په کابل کې د امریکا سفارت نظر هم ولرو، خو له ډېرو هڅو سرi سره بریالي نهشوو.
دا خبرې وروسته له هغې کېږي چې په وروستیو کې له وسلهوالو طالبانو سره د روسیې د همکارۍ خبرې کېږي او دې مسئلې په سیمه او نړۍ کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
کابل کې د روسیې سفیر طالبانو سره د دغه هېواد اړیکې تائید کړې
افغان سیاسي شنونکي حمید عزیز همدې مسئلو ته په کتو د افغانستان په چارو کې د روسيې راګډول د ستونزو د زیاتېدو لامل ګڼي.
نوموړي زیاته کړه:
"روسیه د افغانستان چارو ته راداخله شوې او د کرزي لهخوا د افغانستان په مسایلو کې د روسیې راداخېلول ستره تېروتنه ده چې افغانستان له سترو ننګونو سره مخ کولای شي."
په ورته وخت کې د ملي وحدت حکومت اجرائيه ریاست وايي چې اوسمهال بېلابېل نړيوال او سیمهییز هېوادونه په افغانستان کې موجود او له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.
افغان حکومت له ټولو هېوادونو غواړي چې باید له افغان دولت سره د دوی اړیکې د حکومتونو په کچه وي ځکه غیر دولتي ډلو سره اړیکې د افغانستان د بېثباتۍ لامل ګرځي.
راپور: اکرامالله اکرام