د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

د فلسطین ولسمشر محمود عباس نن اسلام‌اباد ته سفر کوي


ټاکل شوې چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس نن دوشنبه د یوه پلاوي په ملتیا د پاکستان په درې ورځني سفر د دې هېواد مرکز سفر اسلام‌اباد ته ولاړ شي او د پاکستان له ولسمشر، صدراعظم او نورو چارواکو سره به پر یو لړ دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې ویلي چې محمود عباس به اسلام‌اباد ته د سفر پر مهال له ولسمشر ممنون حسین او نورو چارواکو سربېره له صدراعظم نواز شریف سره یو په یو لیدنه وکړي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین

بیان دغه‌راز کاږي:

"ښاغلی محمود عباس به پاکستان ته د خپل سفر په اوږدو کې له جګپوړو مشرانو سره پر لیدنې سربېره له صدراعظم نواز شریف سره یوځای په اسلام‌اباد کې د فلسطین د نوي سفارت ودانۍ هم افتتاح کړي."

د بهرنیو چارو وزارت بیان د پاکستان او فلسطین خپلمنځي اړیکي له پخوا راهیسې پیاوړې بولي او وايي چې پاکستان تل د یوه خپلواک فلسطیني ریاست د جوړېدو ملاتړ کړی دی.

د فلسطین له ولسشمر سره به دغه سفر کې د دې هېواد د ۵ وزیرانو په ګډون د هغه ۱۷ کسیز پلاوی هم ملګری وي.

د پاکستان حکومت په ۱۹۹۲ میلادي کال کې په اسلام‌اباد کې په یوه ډيپلوماتیکه سیمه کې د فلسطین د سفارت د جوړولو لپاره ځمکه ځانګړې کړې وه چې بیا وروسته‌یې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د دې سفارت په جوړېدو کې هم مرسته وکړه.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دې هېواد ته د فلسطین د ولسمشر د سفر په اړه نور تفصیلات نه‌دي ورکړي، خو د دې هېواد رسنۍ وايي چې محمود عباس به اسلام‌اباد ته د سفر پر مهال له نواز شریف او نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او همداراز په منځني ختیځ او سیمه کې د رامنځته شويو حالاتو په اړه خبرې وکړي.

له بلې‌خوا په اسلام‌اباد کې د فلسطین سفیر ولید ابو علي د پاکستان له خصوصي ټلوېزیون سره په خبرو کې په اسلام‌اباد کې د فلسطین د سفارت لپاره د پاکستان مرسته ستایلې ده.

محمود عباس
محمود عباس

د یادونې وړ ده چې دا پاکستان ته د فلسطین د ولسمشر درېیم سفر دی، تر دې مخکې نوموړی په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۳ میلادي کال کې هم د دې هېواد سفر کړی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG