د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

سیدزاده: که پر فساد بریالي شو، باور وکړئ چې جنګ مو ګټلی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، کله چې مو په هېواد کې د فساد مخه ونیوله، پرته له شکه چې په هېواد کې مو روان جنګ ګټلی دی.

د دغه وزارت چارواکو د یکشنبې په ورځ کابل کې د درنو جرمونو پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز د نوې ودانۍ د پرانیستلو پر مهال وویل، هېواد کې د روان جنګ عمده لامل اداري فساد دی او د افغانستان دولت او خلکو ته په‌کار ده چې د روان ناورین د ورکولو لپاره هڅې زیاتې کړي.

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي رئيس سید عبدالغفار سید‎زاده
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي رئيس سید عبدالغفار سید‎زاده

د دغه وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي رئيس سید عبدالغفار سید‎زاده وویل:

"د افغانستان د خلکو ژوند مفسدینو ګروګان کړی او د جنګ لامل شوی دی. موږ که پر فساد بریالي شو، باور وکړئ چې جنګ مو ګټلی دی. باید د عدلي او قضايي مرکز ملاتړ وشي څو خلک جرأت پیدا کړي او د جنایتکارانو په هکله اطلاع ورکړي."

په جوړو شویو مراسمو کې د عدلي او قضايي ادارو یو شمېر چارواکو هم ګډون کړی وو.

د لوېې څارنوالۍ مسؤلینو یادو څرګندونو ته په اشارې سره وویل، دوی د فساد پر ضد مبارزه کړې او په وروستیو وختونو کې یې لسګونه مفسدین نیولي چې یو شمېر څارنوالان هم په‎کې وو.

د لویې څارنوالۍ د تحقیق مرستیال نور حبیب جلال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د فساد پر ضد مبارزه کې د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو ملاتړ وکړي.

په دغې غونده کې د سترې محکمې د عالي شورا غړي عبدالقادر عدالت‎خواه تمه وښوده چې د عدلي او قضايي مرکز د نوې ودانۍ پرمختللي تجهیزات به، له فساد سره د مبارزې برخه کې د دوی چارې اسانه کړي.

تر دې دمخه د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو ځینو چارواکو ویلي چې اداري فساد د افغانستان د ثبات او پرمختګ مخه نیولې او په ځینو برخو کې یې یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي هم لاس لري.

سربېره پر دې په دې وروستیو کې د افغانستان د شفافیت څار بنسټ په خپل راپور کې ویلي چې د افغانستان خلک د دوی د کارونو د خلاصولو لپاره په دولتي ادارو کې هر کال شاوخوا دوه میلیارده ډالره بډې ورکوي.

په افغانستان کې د انګلستان سفارت د خپرونې د څانګې د معلوماتو له مخې پر دغې ودانۍ د انګلستان سفارت شاوخوا یو اعشاریه پنځه میلیونه پونډه لګېدلي چې په پرمختللو وسایلو سمباله ده.

په غونډه کې په افغانستان کې د انګلستان سفیر ډومنېک جرمي په داسې حال کې چې په خپلو خبرو کې یې د اداري فساد پر ضد مبارزه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړ، د اداري فساد پر ضد یې د افغان حکومت په لا هڅو او مبارزې تأکید هم وکړ.

د انګلستان سفیر ډومنېک جرمي
د انګلستان سفیر ډومنېک جرمي

نوموړی وايي:

"موږ هیله‌مند یو چې افغان دولت د فساد پر ضد لازم اقدامات وکړي، د همدې ځانګړي دلیل له مخې انګلستان د دغه مرکز په جوړولو کې مرسته وکړه، څو د جرمونو پر وړاندې معافیت ختم او اداري فساد له‌منځه یوړل شي."

ښاغلي جرمي دا هم وویل، دغه مرکز چې په فساد ککړ لوی شخصیتونه د قانون منګولو ته سپاري، انګلستان او نړیواله ټولنه‌یې څاري او غواړي چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره څنګه مرسته کولای شي.

که څه هم افغان حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره هڅې تېزې کړي خو خلک، ځیني سیاستوال او مدني ټولنې وايي چې حکومت باید په لومړي سر کې دولتي ادارې، له مفسدینو پاکې کړي او که نه نو، د غه ناوړه دود به د ټولنې نورو برخو ته هم خپور شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG