په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې چارواکي وایي، په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله یو شمېر کسان مړه شوي، ټپیان شوي او لسګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د دغې ادارې مالي او اداري مرستیال محمد اسلم سیاس د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغو وروستیو ورښتونو په ټول هېواد کې ۱۹تنه وژلي او ۱۲ نور یې ټپيان کړي دي.
ښاغلي سیاس دا خبره تېره اوونۍ هم ازادي راډیو سره په مرکه کې کړې وه.
نوموړی وايي:
"هغه ولایتونه چې پهکې ډېر ورښت شوی پکتیا، کاپیسا، غور، زابل، ننګرهار، کندهار، کونړ او غزني ولایتونه دي چې د دغو ورښتنو له امله ۱۹ کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان شوي دي، ۱۱ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۵۹ نور یو څه زیانمن شوي دا هغه راپورونه دي چې موږ یې لرو."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د افغانستان شمالي ولایت جوزجان کې ۲۷ ماشومان د ژمي د سړو له کبله مړه شوي دي.
د جوزجان د درزاب ولسوالۍ ولسوال رحمتالله حشر هم له ازادي راډيو ته ویلي و چې دغه ماشومان په تېرو دوو اوونیو کې د سړې هوا او پرلهپسې ورښتونو له امله مړه شوي دي.
تر دې مخکې هم د جوزجان ولایتي شورا یو غړي ویلي و چې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د یخنۍ له کبله د بېځایه شویو کورنیو ۲۰ تنه ماشومان او ۵ تنه مشران مړه شوي دي.
په ورته وخت کې د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې د سړې هوا له کبله څلور کسان مړه شوي دي.
ښاغلي فروتن زیاته کړه:
"د سړې هوا له کبله د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې درې ښځې او یو نارینه مړه شوي دي او د شپږو نور وضعیت هم ښه نهدی."
نوموړي همدارنګه وویل چې د بدخشان په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو له امله ډېری مواصلاتي لارې هم تړل شوي او خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د پرلهپسې ورښتونو له امله د يو کور د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د دغې کورنۍ یوه غړي رضا ګل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ورسره د پام وړ مرستې نهدي شوي.
نوموړی وايي:
"زه کرایي کور کې اوسېدم، هغه کور هم راباندې وران شو، اوس مهال سرپناه نهلرم له سختو ستونزو سره مخ یم، موږ سره باید مرستې وشي تر اوسه هېڅ داسې مرسته نهده شوې چې زموږ ستونزه پرې حل شوې وي."
خو په افغانستان کې د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وایي چې دوی په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو کورنیو ته د اړتیا وړ مرستې رسولي دي او په راتلونکي کې هم ژمن دي چې اړو کسانو ته به په خپل وخت مرستې ورسوي.
راپور: ناجیه ساپۍ