د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

یوناما: افغان حکومت پر خبریالانو د حملو مخنیوي ته مسؤل دی


یوناما یا د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت په افغانستان کې د خبریالانو د امنیتي وضعیت او پر هغوی له حملو اندېښنه ښيي.

افغانستان کې د یوناما دفتر ویاند فلیپ سماکر د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ او پر خبریالانو د حملو د وضعیت په اړه شدیداً اندېښنه لري.

د هغه په خبره چې افغان خبریالان په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې له جنګي سیمو راپورونه خپروي او په وړاندې یې تاوتریخوالی موجود دی.

فلیپ سماکر وايي چې دا د افغانستان حکومت مسؤلیت دی، څو پر خبریالانو د حملو مخنیوی وکړي.

د یوناما ویاند په دې اړه وویل:

"دا د افغان حکومت دنده او مکلفیت دی، موږ د هغوی ملاتړ کوو، څو د ملکي کسانو او خاصتاً د خبریالانو په وړاندې د حملو د مخنیوي لپاره هڅه وکړي، خبریالان په ټول افغانستان کې مهم غږونو ته انعکاس ورکوي. په یقین سره چې موږ پر افغان خبریالانو له حملو څخه په کلکه اندېښمن یو."

د یوناما دفتر ویاند وايي، افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ د خطرناکو هېوادونو او د جنګي سیمو په کتار کې راځي او هره ورځ خبریالان د شخړو له سیمو څخه د راپور ورکونې پر مهال تر ګواښ لاندې دي.

کابل کې د یوناما ویاند له افغان حکومته غواړي څو د خبریالانو په وړاندې د تشدد پېښو ته پام واړوي او د هغوی د قتلونو دوسیې وڅېړي.

فلیپ سماکر په دې اړه وايي:

"موږ د حملو د نوعیت په اړه اسناد جوړوو او د افغانستان له حکومته دا غواړو څو د قانوني ځواب‌وینې د یوه سیسټم جوړېدو ته هیله‌مندي وښيي چې یادو پېښو ته پاملرنه وکړي."

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د خبریالانو د امنیت خوندي ساتلو لپاره حکومت یوه د مصونیت کمېټه جوړه کړې او دا کمېټه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې څېړي او د خبریالانو د امنیت برخه کار کوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دا کمېټه د ولسمشر د دوهم مرستیال تر مشرۍ لاندې کار کوي او په ولایتونو کې یې د والیانو مرستیالان مشري لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له څلورو میاشتو راپه دې‌خوا یادې کمېټې خپل فعالیت پیل کړی او له اساسي هدفونو څخه‌یې یو هم د افغان خبریالانو د امنیت ساتنه او د هغوی په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته رسیده‎ګي ده. زموږ په باور چې افغان حکومت دا تصمیم نیولی او د خبریالانو د امنیت ساتنې برخه کې یې تګ‌لارې او مېکانیزمونه جوړ کړي دي، تر څو په دې هکله کار وکړي."

د ښاغلي صدیقي په خبره هغه څه چې د خبریالانو د امنیت لپاره لازم دي، افغان حکومت ورته یو لړ مېکانیزمونه او تګ‎لارې جوړې کړي، څو پر اساس به‌یې د ژورنالېستانو د تاوتریخوالي پېښې وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو له حقونو څخه د مدافع بنسټونو مسئولان ادعا کوي چې د خبریالانو په وړاندې نسبت بل هر وخت ته تاوتریخوالی زیات شوی او ۲۰۱۶ میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو مرګونی کال و.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG