د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

ملاله یوسفزۍ وايي د کډوالو په اړه د ټرمپ پرېکړې يې زړه مات کړی


د نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ يوسفزۍ د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ پر هغه فرمان نيوکې کړي چې له مخې يې امریکا ته د سوریې د کډوالو په ورتګ بنديز لګېدلی دی.

ډونالد ټرمپ د جمعې پر ورځ د "له ترهګریزو بریدونو د امریکا خوندیتوب" په نامه یو ځانګړی امر لاسلیک کړ چې له مخې یې د څلورو میاشتو لپاره د اوو هېوادونو پر اوسېدونکو امریکا ته پر ورتګ بندېز ولګاوه.

نوموړي همداراز تر نامعلومې مودې پورې امریکا ته د سوریايي کډوالو پر داخلېدو هم بندیز ولګاوه، خو د دې تر څنګ‌یې وویل چې یوازې سوریایي عیسویانو ته به امریکا ته د ورتلو لومړیتوب ورکړي.

ملالۍ یوسفزۍ د امریکا ولسمشر پر دغه ګام نیوکه کړې او وايي چې د امریکا ولسمشر دغه ګام‌يې زړه ورمات کړی دی.

اغلې ملالې په دې اړه په یوه بیان کې ویلي:

"زما زړه مات شو چې ولسمشر ټرمپ د هغو ماشومانو، میندو او پلرونو پر مخ دروازه تړي چې له جګړو او ناخوالو تښتي. امریکا د کډوالو او پناه غوښتونکو د هرکلي برخه کې خپل ویاړلي تاریخ ته شاوګرځوله."

ملالۍ یوسفزۍ له ډونالد ټرمپه غوښتنه کړې چې د نړۍ تر ټولو بې‌وسه ماشومانو او کورنیو ته دې خپلې دروازې نه‌بندوي.

ملاله: ټرمپ دې د نړۍ تر ټولو بې وسه ماشومانو او کورنیو ته خپلې دروازې نه‎بندوي.
ملاله: ټرمپ دې د نړۍ تر ټولو بې وسه ماشومانو او کورنیو ته خپلې دروازې نه‎بندوي.

د امریکا نوي ولسمشر د پروني فرمان له مخې د اوو اسلامي هېوادونو پناه غوښتونکي چې ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریه او یمن په‎کې شامل دي، د درېيو میاشتو لپاره امریکا ته نه‎شي ورتللی.

ډونالد ټرمپ کې له یوې خوا د اوو اسلامي هېوادونو پر خلکو امریکا ته پر ورتګ بندیز لګولی، نو له بلې‌خوا یې د پاکستان، افغانستان او سعودي عربستان خلکو لپاره د ویزې د اخیستو د شرایطو د لا سختولو اشاره هم کړې چې له مخې به‌یې اوس د دغو هېوادونو اوسېدونکي امریکا ته د تګ پر مهال تر سختو پلټنو تېرېږي.

د امریکا نوي ولسمشر سپینې ماڼۍ ته تر تلو وروسته ویلي چې د سخت دريځو اسلامي ترهګرو امريکا ته د ورتګ مخنيوي لپاره به جدي ګامونه پورته کوي او په دې لړ کې به له هر ډول لارو چارو کار اخلي.

د ټرمپ په خبره، یوازې له هغو هېوادونو به خلک امريکا ته وغواړي چې له دوی سره مرستې وکړي او له امريکايانو سره مينه ولري.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د نړۍ د یو شمېر هېوادونو په ګډون، د امریکا ډموکرات ګوند د ډونالد ټرمپ فرمانونه غندلي او ویلي یې دي چې دې سره به د امريکا شهرت ته زيان ورسېږي، خو د ډونالد ټرمپ ګوند د هغه پرېکړې ستایلي او ټینګار کوي چې دې سره به د سخت دريځه داعش وسله‎والې ډلې د ګواښونو مخنيوی وشي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG