د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

ایا بریتانیه کولای شي د کابل او اسلام اباد اړیکې سمې کړي؟


د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون ځیني غړي وايي، که پاکستان ته په کابل کې د بریتانیا د سفیر سفر په افغانستان کې د شخړو د هواري په برخه کې ځانګړی پیغام ولري ګټور تمامېدای شي.

یاد کمېسیون وايي، که چېرې دا سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه ترسره شوی وي نو پایلې یې ګټورې نه شي تمامېدای.

د دغه کمېسیون غړي جعفر مهدوي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

جعفر مهدوي
جعفر مهدوي

"که پاکستان ته په کابل کې د بریتانیا د سفیر سفر په افغانستان کې د روانو شخړو د پای ته رسېدو او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د نږدې والي ځانګړی پیغام له ځان سره لرلی وي نو مؤثره ګڼل کېدای شي، خو که دا سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه ترسره شوی وي زیات پرې حساب نه شي کېدای او داسې تمه نه شي کېدای چې دا ډول سفرونه د افغانستان او پاکستان د ستونزو په هواري کې ګټور تمام شي."

په کابل کې د بریتانیا سفیر دمینیک جرمي د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړ او هلته یې د پاکستان د صدراعظم، د بهرنیو چارو وزیر او په نړیوالو چارو کې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سره ولیدل.

کابل کې د بریتانیا سفیر دمینیک جرمي.
کابل کې د بریتانیا سفیر دمینیک جرمي.

ځینو پاکستاني رسنیو هم داسې رپوټونه خپاره کړل چې دمینیک جرمي د کابل او اسلام اباد د اړیکو او د افغانستان او سیمې د امنیتي مسایلو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

زاخېلوال: کابل او اسلام اباد له اړیکو ښه کولو پرته بله لار نه لري

دوه میاشتې وړاندې د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغان حکومت له اجرائیه رئیس سره د کتنې پرمهال د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي غوښتنه کړې وه.

څو میاشتې وړاندې په کابل کې له خونړیو بریدونو وروسته افغان چارواکو ادعا وکړه چې دغه بریدونه په پاکستان تنظیم شوي وو چې د افغان چارواکو له دا ډول ادعاوو وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې او لاهم دغه اړیکې د پخوا په څېر خړې پړې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي او د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې بریتانیايي چارواکي له پاکستاني چارواکو سره د لیدونو له لارې غواړي په سیمه کې د امنیتي پرمختګونو نوښت خپل کړي.

د سیاسي کارپوه اسحاق اتمر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

اسحاق اتمر
اسحاق اتمر

"دوی هڅې کوي چې په سیمه کې د امنیتي پرمختګونو نوښت په لاس کې واخلي، د دې لپاره چې خپلې ارزونې ولري څو وکړای شي د سولې د خبرو رهبري د ځان په ګټه مدیرت کړي."

خو یو شمېر نور کارپوهان بیا وايي چې پاکستان هڅه کوي چې ځان له نړیوالې انزوا راوباسي.

سیاسي کارپوه فدا محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان ته په کابل کې د بریتانیا د سفیر سفر د پاکستانیانو د هڅو په نتیجه کې ترسره شوی دی.

که څه هم د افغان حکومت اجرائیه ریاست ویلي چې غواړي د خبرو له لارې له پاکستان سره ستونزې حل کړي خو ښاغلی نظري وايي، افغانستان باید له نړیوال تضمین پرته له پاکستان سره اړیکې ښې نه کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG