افغان حکومت لوګر، پکتیا او خوست ته د برېښنا د لېږد تړونونه له هندي کمپنیو سره لاسلیک کړل.
د برېښنا شرکت د برېښنا د ښاري پراختیا په لړ کې د درېیو پروژو تړون د «جګوار او انجلیک» انټرنشنل کمپنیو سره لاسلیک کړ.
د برېښنا شرکت رئیس د شنبې په ورځ په ارګ کې د جمهور رئیس غني په حضور کې د دې تړونونو د لاسلیک غونډې ته وویل چې د دې پروژو له مخې به د پکتیا، خوست او لوګر ولایتونو نږدې ۴۵ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
د برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري وايي، د دې پروژو بشپړېدو ته دوه کاله وخت ټاکل شوی او د هندي کمپنیو له خوا یې کارونه مخته وړل کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به د تړون له لاسلیک وروسته د دغو پروژو د ډيزاین چارې د نوموړي کمپنیو له خوا پیل شي او د ۲۰۱۸ میلادي کال تر پایه پورې چې له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کېلو ولټه برېښنا مزي د کار له بشپړولو سره برابره ده بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي."
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې د دغو پروژو پر تطبیق ۵۵.۸ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د افغان حکومت سره د اسیا پراختیايي بانک له مرستې تمویلېږي.
دا اقدمات داسې وخت کېږي چې د پکتیا، خوست لوګر او د دوی په ګاونډ کې د پرتو نورو ولایتونو وګړي وايي چې له کلونو راهیسې کافي برېښنا نه لري.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د تېرې چهارشنبې په ورځ له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو له استازو سره په یوه غونډه کې وویل هڅه کېږي چې تر ۲۰۲۲ کاله پورې د افغانستان ډېرې برخې له برېښنا برخمنې شي.
د یاد وزارت چارواکو ویلي چې د وارداتي برېښنا تر څنګ د کابو ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید پلان هم لري کوم چې نېږدې ۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې د اسیا پراختیايي بانک چې سویل ختیځو ولایتونو ته د برېښنا د لېږد پروژې تمویلوي وايي چې د انرژۍ په برخه کې به له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د دغه بانک استازي توماس پنیلا د تړونونو د لاسلیک غونډې ته وویل چې دا کار په هېواد کې اقتصادي فعالیتونه پراخ او بوختیاوې ډېره وي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا تړونونه به د لومړي ځل لپاره درېیو مهمو ولایتونو خلکو انرژۍ ته د ډاډمن لاس رسي زمینه مساعده کړي، دا مهم ولایتونه دي چې پرمختګ ته اړتیا لري او اسیایي بانک ویاړ لري چې د انرژۍ د لېږد پروژې تمویلوي."
دا اندازه له واردېدونکي برېښنا بشپړېږي خو افغان حکومت په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو بندونو د جوړولو کارونه هم پیل کړي دي.
که څه هم د پراختیايي او پرمختیايي کارونو په وړاندې ناامني یو خنډ بلل کېږي، خو وسله والو طالبانو له دې وړاندې ویلي چې د ټول ګټو پروژو د تطبیق پر وړاندې خنډونه نه جوړوي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ