د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د خوست ولایتي شورا د هوايي ميدان پروژه کې د فساد ادعا کوي


د خوست ولايتي شورا ادعا کوي چې د هوايي ميدان په روانه پروژه کې ولايتي ادارې او شرکت فساد کړی، د دوی په خبره که د دغې پروژې د کارونو څار او ارزيابي په سمه بڼه ونه شي د پروژې د ټيټ کيفيت له امله به تور پورې کړي چې مرکزي اداره هم په دغه فساد کې ونډه لري.

د دغه هوايي ميدان پر روانو چارو د خوست د ولايتي شورا رهبري او غړي شک لري او د فيض قراردادي شرکت پر کارونو د فساد تورونه پورې کوي وايي، روانه پروژه کې ستونزې او فساد د دوی د اندېښنې وړ دی.

د خوست ولايتي د شورا رئيس مجيب الرحمن سالمزوی وايي:

"په ولايتي اداره باندې غږ کوم تر هغو چې د خوست هوايي ميدان پروژې کارونه سم نه وي برسي شوي ودې درول شي چې وکتل شي او کارونه يې د قناعت وړ شي."

دی وايي د قراردادي شرکت په ګډون يې له ولايتي ادارې سره د خلکو اندېښنې پر خپل وخت شريکې کړې او په پروژه کې يې د شته ستونزو په اړه خبر ورکړی دی.

د ولايتي شورا يو بل غړي قمرعلي لکڼوال وويل د دې پروژې کارونه هغه ډول چې په اسنادو کې ذکر شوي د برسي له مخې نه ترسره کېږي:

"هغه مواد چې کوم استعمال شوي دي د انجنیرانو له نظره چې له موږ سره راغلي او دغه اسناد يې وکتل له دې سره په ټکر کې ده او کارونه سم نه دي روان."

نوموړی که څه هم په دغه پروژه کې د خرابو موادو د استعمال پر خبره تاکيدي کوي او د ښکاره فساد خبره نه کوي، خو د ولايتي شورا يو بل غړی قديم افغان بیا وايي:

"هغه څوک چې په دې پروژه کې ښکېل دي فساد کوي هغه بايد څارنوالۍ ته معرفي او محکمه شي او که څوک زموږ غږ نه اوري بيا وايو چې رئيس صاحب ته هم په دې پروژه کې فساد کوې او پکې ښکېل يې."

دی که څه هم د چا نوم نه اخلي او نه شواهد او اسناد وړاندې کوي خو په پروژه کې د فساد شتوالی بار بار يادوي وايي پروژه په ټيټ کيفيت روانه ده چې همدغه کار يې د فساد دليل دی.

د هوايي ميدان قراردادي فيض شرکت د پروژې امر عنايت الرحمن ازادي راډيو سره په خبرو کې د فساد هر ډول تورونه رد کړل، د پروژې کيفيت يې لوړ او معياري وګاڼه او د ولايتي شورا د وکيلانو د ادعاوو په اړه يې وويل:

"زموږ قرارداد او نقشې به هم زه درته راواخلم که چېرته موږ د قرارداد د اصولو خراب کار کړی وو او کم کار مو کړی وو بیا به شرکت تاسو ته جوابګو وي، دا اوس چې کوم قير زموږ په قرارداد کې دی په تول ۲۵۰۰ متره په عرض د ۴۵ مترو او په ضخامت د ۳۰ سانتيو چې تاسو عملاً دا ساحه وليده چې زموږ کارونه مطابق د قرارداد روان دي."

نوموړي ياده کړه، که چېرته ولايتي اداره، ولايتي شورا او هوانوردي امريت په دغه پروژه کې د کار د کيفيت د خرابوالي او فساد په اړه موثق اسناد ولري دوی به هر ډول قانوني چلند ته غاړه کېږدي.

د خوست والي حکم خان حبيبي هم په دې پروژه کې د فساد تورونو ردولو ترڅنګ وويل، هره اوونۍ ورته د دې پروژې د کيفيت او کار په اړه ليکلي راپورونه ورځي او دوی يې له کارونو څخه راضي دي او په خبره يې که څوک يې د فساد په اړه اسناد او شواهد ولري د څېړلو په موخه به يې جدي اقدامات وکړي.

د خوست والي
د خوست والي

نوموړي زیات کړه:

"که څوک په دې ارتباط ادعا لري مهرباني دي وکړي اسناد او شواهد دې وړاندې کړي چې ولايتي اداره او اړوند مرکزي دولت د هغې په استناد اجرأت وکړي او پرته له دې يوازې په الفاظو کې د فساد تورونه دا به سمه نه وي او دا به درست قضاوت نه وي."

والي دا هم وايي تر هغو به دغه پروژه تسليم نه کړي چې د ولايتي ادارې د مسلکي هئيت، ولايتي شورا او خلکو له لوري تائيد شوې نه وي.

هغه زیاته کړه:

"ترڅو پورې ولايتي اداره، ولايتي شورا او ولسونه او مرکزي حکومت ډاډمن شوي نه وي او د کيفيت څخه يې خوشاله نه وي د دې پروژې د تسليمي هېڅ امکان نشته."

په دغه پروژه کې د فساد خبرې په داسې مهال کېږي چې د رنوې نږدې اويا فيصده کارونه خلاص شوي او د چارواکو په خبره د هوايي ميدان بشپړېدو لپاره نږدې درې برخې تعميراتي او تاسيساتي کارونه به په نورو پروژو کې چې د تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې شوي په نږدې راتلونکې کې پيل او د هوايي ميدان پروژه تکميل کړي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG