د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

ټرمپ: له روسيې د بنديزونو پر لېرې کولو بحث به تر وخت مخکې وي


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون وويل، دا به تر وخت مخکې وي، که له روسيې څخه د بنديزونو د لېرې کولو پر امکان خبرې وشي.

په پام کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلې لوړې وروسته د اول وار لپاره د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره نن ټليفوني خبرې وکړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره ټليفوني خبرې کوي چې په واشنګټن کې اوازې دي، ټرمپ ښايي له مسکو څخه ځينې بنديزونه لېرې کړي.

دغه بنديزونه د اوکراين په چارو او د امريکا د جمهوري رياست د انتخاباتو په سيسټم کې د مسکو د لاسوهنو د ادعاوو له کبله د پخواني ولسمشر بارک اوباما له خوا پر روسيې لګول شوي دي.

ښاغلي ټرمپ پرون په يوه کنفرانس کې چې د بريتانيا صدراعظمه ترزا مې هم په کې حاضره وه، د يوې پوښتنې په ځواب کې د ټليفوني مکالمې په باب وويل:

ټرمپ: ما اورېدلي چې د ټليفوني مکالمې تابيا شوې ده.
ټرمپ: ما اورېدلي چې د ټليفوني مکالمې تابيا شوې ده.

"ما اورېدلي چې د ټليفوني مکالمې تابيا شوې ده، وبه ګورو چې څه پېښېږي، د بنديزونو په تړاو به ووايم چې په دې اړه څه ويل به تر وخت مخکې وي."

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بريتانيا له صدراعظمې ترزا مې سره تر خبرو وروسته په دې اړه په کنفرانس کې خبريالانو ته څرګندونې وکړې.

پرون تر دې مخکې د ټرمپ سلاکارې کېليان کانوې په يوه ټلويزيوني مرکه کې ويلي وو، پر مسکو د بنديزونو پر مسئله غور روان دى.

کنفرانس ته په وينا کې د امريکا ولسمشر ښاغلي ټرمپ وويل، هيله من دى چې د روسيې له ولسمشر پوتين سره بهترينې اړيکې ولري:

ټرمپ: هیله ده پوتین سره ښه اړیکې ولرم.
ټرمپ: هیله ده پوتین سره ښه اړیکې ولرم.

"کله چې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين او روسيې خبره راځي، زه د ښه، بد يا متفاوتوالي خبره نه کوم، زه دغه ښاغلى پېژنم هم نه، خو هيله من يم چې بهترينې اړيکې ورسره ولرم، دا ممکن دي، دا هم کېداى شي چې ويې نه لرو."

خو کنفرانس ته په وينا کې د بريتانيا صدراعظمې ترزا مې متفاوته خبره وکړه.

هغې وويل د امريکا متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې بنديزونه بايد پر روسيې تر هغو دوام پيدا کړي چې دغه هېواد د مينسک موافقې په بشپړه توګه عملي کړي نه وي.

د دې موافقو هدف د اوکراين په ختيځ کې په بشپړ ډول د شخړو ختمول دي.

په دغو شخړو کې د ٢٠١٤میلادي کال له اپرېل مياشتې ٩زره او ٧سوه ۵٠ کسان وژل شوي دي.

د بريتانيا صدراعظمه ترزا مې
د بريتانيا صدراعظمه ترزا مې

نوموړې زیاته کړه:

"کله چې په اوکراين کې د روسيې د فعاليتونو په تړاو پر دغه هېواد د بنديزونو مسئله په بريتانيا پوره ارتباط پيدا کوي؛ موږ وضاحت ورکړى چې غواړو د مينسک موافقه په بشپړ ډول عملي شي، زموږ په باور دغه بنديزونه بايد تر هغو دوام ولري چې د مينسک موافقه په مکمل ډول عملي شوې نه وي، موږ په دې باب په اروپايي ټولنه کې هم خپل استدلال ته ادامه ورکړې ده."

خو بلخوا ځينو جمهوريپالو سناتورا له دې ډلې جان مککين او راب پورتمن ويلي، د بنديزونو د لېرې کېدو د تصميم په صورت کې به هڅه وکړي پر روسيې د بنديزونو طرحه په قانون بدله کړي.

XS
SM
MD
LG