د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

زکریا: د افغانستان د ستونزې د اواري غوره لار خبرې اترې دي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې دې د جنګ پرځای د خبرو اترو لار خپله کړی شي او د دې هېواد د ستونزو د اواري یوازینی حل یې سیاسي خبرې اترې بللي.

د یاد وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې پخپلې اوونیزې غونډې کې یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې د سولې و ثبات لپاره مهم دی او په خبره یې چې پاکستان مخکې هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره رول لوبولی او راتلونکی کې هم دې ته ژمن دی.

ښاغلي زکریا دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې افغان طالبانو د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د یوه لیک له لارې چې په رسنیو کې خپور شوی و، ویلي و چې په افغانستان کې دې جګړه ختمه کړي او ټینګار یې کړی و چې دا جګړه هېڅ څوک نه شي ګټلای.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم دغه خبري غونډې ته ورته خبره کړې او وایي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د پوځي ځواک کارولو مثبته نتیجه نه ده ورکړې او ټینګار کوي چې د افغانستان مسئله د پوځي طاقت کارولو پرځای، یوازې خبرې اترې اوارولی شي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"پاکستان له پخوا راهیسې ټینګار کوي چې خبرې اترې اوسیاسي لاره د افغانستان د ستونزې تر ټولو غوره او ښه حل دی."

په روانه میاشت کې په یوه ورځ د افغانستان په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې ترهګریز بریدونه وشول چې په افغانستان کې د عرب اماراتو د سفارت د پېنځو ډیپلوماټانو په ګډون پکې تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

افغان چارواکو تر دغه بریدونو وروسته تور ولګاوه چې دا بریدونه د افغانستان له خاورې بهر تنظیم شوي و.

په عین حال کې د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي ویلي و چې د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما په پاکستان کې د ترهګرو د مرکزونو په ختمولو کې پاتې راغی او د دې هېواد له نوي ولسمشره یې غوښتي و چې د پاکستان په اړه دې خپله تګلاره بدله کړي.

نفیس زکریا د افغان چارواکو د وروستیو تورونو او څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې افغان حکومت دې پر نورو د تورونو لګولو پرځای پر خپله خاوره د ترهګرو پرضد ګامونه پورته کړي:

"افغان مشرانو ته پکار دي چې د تورونو د لګولو پرځای د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې له پاکستان سره د همکارۍ پراختیا ته پام وکړي."

د یادونې وړ ده چې اسلام اباد او کابل په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر یو بل تورونه لګولي چې له امله یې د دواړو ترمنځ اړیکي هم د پخواپه پرتله سړې شوي دي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG