د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

بلخ کې د اقتصادي ستونزو له امله۳۰ بېلابېلي رسنۍ بندې شوي


په بلخ ولایت کې د ځینو سیمه ییزو رسنیو او د خبریالانو د حقونو د مدافع بنسټونو مسئولین د رسنیو پر وړاندې له لوړو مالیاتو، اقتصادي ستونزو او د تبلیغاتو د مناسب بازار د نشتون په اړه اندېښنه ښيي.

یاد مسؤلین وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله په تېرو دوو کلونو کې ۳۰ رسنۍ په دې ولایت کې بندې شوې دي.

د محلي رسنیو ځیني مسؤلین وايي چې د رسنیو پر وړاندې د مالیاتو کمېدو ته د دولت نه پاملرنه به دې ولایت کې د ځینو نورو رسنیو فعالیت هم له خنډ سره مخ کړي.

په بلخ کې د نهاد راډیو مشر نجیب پیکان یې په اړه وايي:

" بدبختانه زموږ د ۴ تلوېزیونونو فعالیت د اقتصادي ستونزو له امله بند شو یعنی نشرات یې په ټپه ودرېدل، او دوو نورو تلوېزیونونو مخکې له دې چې فعالیت پیل کړي، خپل کار یې ودراوه."

په بلخ کې د شمال زون د خبریالانو د ټولنې اجرائیه مرستیال ذبیح الله احساس وايي چې د افغانستان دولت تر ټولو ډېرې لاسته راوړنې رسنیو ته مربوط کېږي او اکثراً بیا پکې سیمه ییزې رسنۍ ډېر رول لري.

د هغه په خبره چې نسبت بلې هر رسنۍ ته سیمه ییزې رسنۍ له ستونزو او ګواښونو سره مخ دي او په نا مناسبو شرایطو کې له لېرو پرتو سیمو څخه معلومات خپروي.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې حکومت ته په اشارې وویل چې د سیمه ییزو رسنیو پر وړاندې باید د ملت د رسنیو په توګه چلند وشي.

د احساس په خبره چې سیمه ییزې رسنۍ عواید نه لري او هغه مالیات چې پر دې رسنیو وضع کېږي د هغو مالیاتو په اندازه دي چې پر لوی ملي او نړېوالو عاید لرونکو رسنیو وضع کېږي، او دا باید داسې نوي.

احساس یې په اړه وویل:

"زموږ محلي رسنۍ عواید نه لری او اکثراً مصرف کوونکي رسنۍ دي، بناً هغه مالیات چې پر نورو رسنیو وضع کېږي له کومو مالیاتو سره چې پر سیمه ییزو رسنیو راځي، توپیر ولري."

با این حال ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بلخ نیز تائید می‌کند که ۲۸ رسانه صوتی، تصویر و چاپی به دلیل ضعف اقتصادی و عدم مدیریت درست صاحبان امتیاز این رسانه‌ها مسدود شده‌اند.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم تائید وي چې ۲۸ غږیزي، انځوریزي او چاپي رسنۍ د اقتصادي ستونزو او د یادو رسنیو د مسؤلینو د کمزوري مدیرت له امله تړل شوي دي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو مدیر عطامحمد ساهو ازادي راډیو ته وویل چې دغه رسنۍ له ښه اقتصاده برخمنې نه وې چې ډېر وخت به د برېښا ریاست او کرایه دفتورنو پوره وړي وې چې له همدې امله یې فعالیت بند شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تازه ګۍ سره د شمال زون د خبریالانو ټولنې اعلان وکړ چې شمالي ولایتونو کې د نا امنۍ د زیاتوالي او په رسنیو کې د اقتصادي ضعف له امله د بلخ په رسینو کې د ښځو حضور کم شوی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG