د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د ځينو اتل، د يوګوسلاويا هغه افسر چې سربیا او کروشيا دواړو سپک کړ


د تېرې شنبې په ورځ، پخوانی د يوګوسلاويا د پوځ «JNA» جنرال ولادو تريفونوويڅ «Vlado Trifunovic» د ۷۹ کلونو په عمر کې مړ شو او د بوسنيا په شمال کې په خپل کلي پريجېدور کې خاورو ته وسپارل شو.

د تريفونوويڅ توپیر دا و چې د «JNA» یوازینی افسر و چې په کروشيا کې په جنګي جرمونو تورن شوی و او په سربيا کې د جنګي جرمونو نه‌منلو په خاطر نظامي محکمې ته وړاندې کړل شو.

د ۱۹۹۱ میلادي کال په سپټمبر مياشت کې تريفونوويڅ د يوګوسلاويا د پوځ د ۳۲م قول اردو قوماندان و او د کروشيا په وارازدين ښار کې ځای پر ځای و.

کروشيا د همدې کال په لومړیو کې د فدرال جمهوري يوګوسلاويا څخه خپلواکي اعلان کړې وه او له «JNA» او سرب ملېشو سره په وسله‎واله جګړه کې ښکېل و.

د تريفونوويچ اډه د کروشیايي ځواکونو له‌خوا محاصره وه، اوبه او برق‌یې قطع وو.

له شاوخوا ۲۸۰ افسرانو او سرتېرو سره دی له ۱۵ زره کروشيايي ځواکونو سره مخامخ و.

که ده جګړې ته دوام ورکړی وی، ښايي هغوی ټول چې له ده سره وو او ګڼ شمېر نور ملکيان په نتيجه کې وژل شوي وی.

ده ته له بلګراده امر وشو چې جګړې ته دوام ورکړي.

خو ده د خپلو سرتېرو د ژوند په بدل کې پر تسليمېدو جوړ جاړی پيل کړ او په نتيجه کې دی له خپلو سرتېرو سره د پولې خوا ته یوړل شو.

زه د نفرت خپرولو لپاره نه‌وم زېږېدلی.
زه د نفرت خپرولو لپاره نه‌وم زېږېدلی.

ده وروسته وويل:

"زه د نفرت خپرولو لپاره نه‌وم زېږېدلی. ما نه‌غوښتل زما د سرتېرو هډوکي د دوو ملتونو تر منځ د نفرت لامل شي نو ځکه ما خپل کسان وژغورل."

خو کله چې دی بلګراد ته راغی، د خيانت په تور محاکمه شو.

په ۱۹۹۴میلادي کال کې د ۱۱ کلونو په بند محکوم شو او وروسته د بشري حقونو د ادارو تر فشار لاندې یې د بند سزا ورکمه کړل شوه او تر دوو کلونو په کمه موده کې راخوشې شو.

ده بخښنه نه‌غوښته، عدالت‌يې غوښت. ده خپل نوم د خيانت له داغه پاکول غوښت او د خپلو تجربو په اړه‌یې درې کتابونه خپاره کړل.

د سربيا سترې محکمې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د ده پر وړاندې تور لیرې کړ.

په سربيا کې د محاکمې پر مهال، کروشيا دی په جرمونو تورن کړ چې ګواکې په دغه هېواد کې يې د جګړې پر مهال کړي وو.

محکمې دی په ۱۵ کاله بند محکوم کړ او د کروشيا سترې محکمې د دې پرېکړې ملاتړ وکړ.

په ۲۰۱۳ میلادي کال کې تريفونوويڅ د بلې محاکمې غوښتنه وکړه.

د کروشيا د پخواني ولسمشر سټايپ ميسېڅ «Stipe Mesic» په ګډون، ځينو د ده زړه ورتيا وستايله.

د کروشيا د پخواني ولسمشر سټايپ ميسېڅ
د کروشيا د پخواني ولسمشر سټايپ ميسېڅ

ميسېڅ وويل:

"که د تريفونوويڅ غوندې ډېر جنرالان وی، سياستوال هغه پرېکړې نه‎شي کولای چې نتيجه‌يې وينه بهېدل ده."

د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د تريفونوويڅ په جنازه کې له هغو سرتېرو څخه يوه شرکت کړی وو چې ده‌یې ژوند ژغورلی وو.

ډارکو يووانويک وويل:

"نن زه کورنۍ لرم، دوه کوچنيان لرم. له جنرال تريفونوويڅ څخه مننه. که ده په ۱۹۹۱میلادي کال کې بله پرېکړه کړې وی، موږ ټول به وژل شوي وی."

تريفونوويڅ په خپلو یادښتونو کې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې سربيا ته د خپل تګ په اړه ليکلي وو:

"سربيا مړه اتلان غوښتل، نه ژوندي افسران چې د خپلو سرتېرو ژوند یې ژغوره."

XS
SM
MD
LG