د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له «اې. بي. سي» ټلوېزيون سره په مرکه کې پرون وويل چې دی به په سوریه کې د بېځايه شويو لپاره خوندي ځایونه جوړ کړي.
ده ټينګار وکړ چې د دې پلان په اړهيې وروسته له هغه پرېکړه وکړه چې اروپايي اتحادیه د سوريې د کورنۍ جګړې په نتيجه کې د پناه غوښتونکو له بحران سره مخامخ شوه.
ده «اې. بي. سي» ته وويل:
"زما په فکر اروپا لويه غلطي وکړه چې میليونونو خلکو تهيې جرمني او نورو هېوادونو ته د تګ اجازه ورکړه."
ټرمپ په سوريه کې د خوندي ځايونو جوړول د هغې ستونزې د حل يوه لاره ګڼي چې ګواکې له پناه غوښتونکو او له مسلمانو هېوادونو څخه امریکا ته له تلونکو خلکو سره د ترورېزم تهديد زیاتېږي.
امریکايي رسنيو راپور ورکړی چې ټرمپ د خوندي ځايونو په اړه په امر کار کوي او له هغو اوامرو سره بهیې خپور کړي چې له مخې بهيې په امریکا کې د ټولو سوري وګړو د ځای پر ځای کېدو پروسه ودرېږي او د سوريې، عراق، ايران او يو شمېر نورو مسلمانو هېوادونو اتباعو ته به د امریکا ويزې نهورکول کېږي.
دا به تر هغه وخته دوام وکړي چې د بشپړه پلټنو يو فعاله سيسټم نهوي رامنځته شوی.
روېټرز خبري اژانس ادعا کوي چې د خوندي ځايونو په اړهيې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د امر مسوده ليدلې ده.
دغه اژانس وايي، دا امر د امريکا د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو څخه غواړي چې په ۹۰ ورځو کې په سوریه کې د بېځايه شويو کسانو لپاره د خوندي ځايونو په اړه يو پلان جوړ کړي او پلان بايد د داسې خوندي ځايونو په اړه وي چېرته چې بېځايه شوي کسان د بېرته ستنېدو يا په درېيم هېواد کې د ځای پر ځای کېدو لپاره واوسي.
روېټرز او اسوشیټېډ پرېس خبري اژانسونو ويلي چې دغه اسناد په دې اړه هېڅ معلومات نهورکوي چې خوندي ځايونه به څه د وړ وي او په کومو ځایونو کې به وي او يا هم څوک بهيې دفاع کوي.
اردن، ترکیې او نورو ګاونډي هېوادونو ته میليونونه سوري کډوال ورغلي دي.
د ترکيې حکومت له مخکې ټينګار کوي چې سوریه کې د ترکيې پولې ته نېږدې بايد د پرواز ممنوع زون جوړ شي.
که څه هم انتخاباتو کې د ټرمپ ډموکراټې مخالفې هېلري کلېنټن په ګډون يو شمېر کسانو د نومبر میاشتې د انتخاباتو پر مهال سوریه کې د خوندي ځایونو جوړولو خبره کړې وه، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د دې خبرې مخالفت کاوه ځکه ده بېره درلوده چې هېواد بهيې د سوريې په شپږ کلنې جګړه کې نور هم ښکېل شي او په سوريه کې د روسيې د هوايي کمپاين پر مهال ښايي د دغه هېواد له ځواکونو سره په نښتو بوخت شي.
دا نښتې هغه وخت احتمال لري چې ټرمپ پر خپلو پلان کړو خوندي ځايونو باندې د پرواز ممنوع زون جوړ کړي.