د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

ننګرهار کې د وريژو پروسس فابریکه کې به زرګونه کسان په کار شي


د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د یو نیم میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د وريژو د پروسس او بسته بندۍ فاریکه د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شوه.

د دې فابریکې مشر غلام نبي وايي، یاده فابریکه د سیمې په کچه لویه فابریکه ده چې یو نیم ميلیون ډالره مصرف پرې راغلی چې ۱۵ سلنه مصرف ورته «يو. اېس. ای. ډي» ورکړی.

نوموړی وايي:

"دا یو نیم ميليون ډالرو باندې جوړه شوې ده پرته له ځمکې نه چې هغه مو په کې نه‎دی حساب کړی په دې مصرف کې ۱۵ سلنه «یو. اېس. ای. ډي» کړې پاتې ټولې پیسې موږ لګولي دي."

نوموړی وایي، د دې فابریکې په فعالیت سره به له یوې خوا د بزګرانو شولې په ښه شکل پروسس شي او بل به زرګونو خلکو ته کاري مصروفیت پيدا شي.

ښاغلی غلام نبي زیاتوي:

"په دې فابریکه کې ۵۰ تنه کار کوي او د یو نیم دوه زرو پورې دهقانان ورسره په کاري اړیکه کې دي چې په ټوله کې شاوخوا څلور زرو کسانو ته به کاري مصروفیت پيدا شي بل موږ کولای شو چې نورو ولایتونو او ان دولتي ادارو ته هم خپله وطنۍ وريژه پروسس کړو."

د بهسود ولسوالۍ یو تن بزګر حاجي حبیب‌الله وايي، پخوا به چې کله په کروندو کې شولې وشوې د فابریکې د نه‌شتون له امله به اکثراً حاصل په پټیو کې خرابېده.

دی وايي، اوس بزګرانو ته ډېره اسانتيا شوه چې په وخت سره به خپل حاصل د پروسس لپاره دې فابریکې ته وړي.

ښاغلی حبیب‌الله وايي:

"نو د دې اسانتیاوو په خاطر موږ ټول دهقانان خوشاله یو او موږ غواړو چې زراعت نورو برخو کې هم باید دغه ډول سهولتونه برابر شي."

د زراعت د برخې پوهان وايي، د ختیځو ولایتونو هوا کروندو ته مناسبه ده او د زراعت برخه کې د دا ډول فابریکو په فعالیت سره به د دې سیمې زراعتي حاصلات نور هم وده وکړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG