د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

سادات: که کندز کې قوي عملیات ونه‌شي نو حمل کې سقوط کوي


د کندز د ولایتي شورا غړي او د دې ولایت اوسېدونکي وايي، که د ژمي په موسم کې د دولت تر کنټرول لاندې جغرافیه کې بدلون رانه‎شي او وسله‎وال مخالفین همداسې د ښار په نېږدې څنډو کې فعاله حضور ولري، نو کېدای شي دغه ولایت په راتلونکي پسرلي کې یو ځل بیا سقوط وکړي.

د نوموړي ولایت د ولایتي شورا غړي سید اسدالله سادات ازادي راډیو ته وویل، که افغان ځواکونه په دغه ولایت کې روان عملیات ګړندي نه‎کړي، په راتلونکي پسرلي کې کندز بیا سقوط کوي.

د ولایتي شورا غړی سید اسدالله سادات
د ولایتي شورا غړی سید اسدالله سادات

ښاغلی سادات وايي:

"زه یقین سره ویلی شم چې دوه میاشتې ژمی پاتې دی، وسله‎وال طالبان نه‎شي کولای چې قوي عملیات وکړي، که دولت په دغه وخت کې قوي عملیات ونه‎کړي او طالبان د کندز له شاوخوا سیمو لیرې نه‎کړي، زه خط درکوم چې په حمل کې بیا کندز سقوط کوي."

نوموړی زیاتوي چې د ولایتي شورا غړو د کندز سیمه‌ییزو چارواکو ته په وار-وار د خلکو او خپلې اندېښنې بیان کړې دي چې دغه ولایت له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دی، خو چارواکي ورته پاملرنه نه‎کوي.

نوموړی وايي:

"موږ تل چارواکو ته ویلي دي چې د کندز امنیت مخ په خرابېدو دی، خو چارواکي زموږ خبرو ته پاملرنه نه‎کوي."

په همدې حال کې د کندز اوسېدونکي هم وايي چې د دې ولایت روان وضعیت دوی هم اندېښمن کړي، ځکه په ښار کې د خلکو وژنې، وسله‎والې غلاوې، اختطافونه او نا امنیو زور اخیستی او که دغه حالت په همدې ډول جریان ولري، نو له دې ولایته به ډېری شتمن خلک په کډه شي.

د دې ولایت یو تن قومي مشر حاجي امان‌الله د کندز روان امنیتي وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"که وس مې ورسېږي ولاکه په دې ښار کې پاتې شم، ولې مجبور یم دوه ځلې په دې ښار کې جګړې وشوې، خلک تباه شول زما ځوان زوی هم په تېرو جګړو کې ووژل شو داسې کور نه‌شته چې مالي او ځاني زیان ورته نه‌وي رسېدلی."

د کندز ښار یو بل اوسېدونکی محمد عثمان بیا وايي چې اوس‌مهال د کندز خلک له حکومته د بیارغونې او پرمختیايي پروژې نه‎غواړي، خو یوازې امنیت غواړي.

دی زیاتوي:

"موږ چې سهار له کوره وځو، نه‌پوهېږو چې بېرته به کورته ژوندي ولاړ شو او کنه، ځکه امنیت نه‌شته هېڅ‌څوک د خوندیتوب احساس نه‎کوي، په دې ولایت کې د ناامنیو لامل خپله دولت او د کندز امنیتي چارواکي دي، ځکه د دې ولایت امنیتي وضعیت ته هېڅ توجه نه‌کوي."

بل‎خوا د کندز امنیتي چارواکي بیا وايي چې څه باندې یوه میاشت شوه په دغه ولایت کې افغان ګډو ځواکونو د وسله‎والو مخالفانو د ځپلو په هدف د "پامیر۱" په نوم تصفیوي عملیات پیل کړي او لا هم د کندز ښار په شاوخوا سیمو کې جریان لري او د پام وړ لاسته راوړنې هم لري.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG