د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

عثماني: د کابو ۲زره مېګاواټه برېښنايي انرژۍ تولید طرحه بشپړه شوې


افغان حکومت په راتلونکو پنځو کلونو کې د شااوخوا ۲۰۰۰ مېګا واټه برېښنايي انرژۍ د تولید طرحه بشپړه کړې ده.

د بروکسل کنفرانس په تعقیب افغان حکومت د مرسته کوونکو هېوادونو او پانګه‌والو بنسټونو غواړي چې د انرژۍ سکټور د پراختیا لپاره د چمتو شوې طرحې په عملي کېدو کې ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني او یو شمېر نورو افغان چارواکو خپل دا پلان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ځينو مرسته کوونکو هېوادونو له استازو سره شریک کړ چې له مخې به‌یې افغانستان تر راتلونکو پنځو کلونو پورې شااوخوا ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدولای شي.

ښاغلي عثماني د دې پلان د تشرېح په غونډه کې وویل، که د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره شوې مرستې افغان لوري ته په خپل وخت ورسېږي نو پر ځان د بسیا کېدو لپاره به د افغان لوري اقدامات چټک وي.

علي احمد عثماني
علي احمد عثماني

نوموړي زیاته کړه:

"د انرژۍ سکټور په برخه کې پرمختګ نه‌یوازې زموږ لومړیتوب دی بلکې دا کار د سیمې د ثبات لپاره هم مهم دی، زه له ټولو اړونده مرسته کوونکو او پانګه‌والو غواړم چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، موږ د خپل انرژۍ پلان تطبیق او سیمه‌ییزو همکاریو ته ژمن یو، خو دا کار زموږ د مرسته کوونکو له پاملرنې پرته ممکن نه‌دی."

د تېر میلادي کال په اکټوبر میاشت کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د څه باندې پنځلس میلیارده ډالرو ژمنې تر څنګ اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې به له دغه هېواد سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

افغانستان دا وخت د اړتیا وړ شااوخوا ۸۰ سلنه برېښنايي انرژي له ګاونډیو هېوادونو واردوي، خو د اړوند وزارت چارواکي وايي چې تر ۲۰۲۲ کاله پورې به د مرسته کوونکو هېوادونو په مرستو دا اندازه له خپلو کورنیو سرچینو بشپړه کړي.

له دې سره د جمهور رئیس سلاکار محمد همایون قیومي چې بهرنیو استازو ته‌یې د معلوماتو ورکولو په دې غونډه کې ګډون کړی و وايي، افغان حکومت د خپلو دغو اهدافو پوره کېدو لپاره کافي اصلاحات راوستلي دي.

محمد همایون قیومي
محمد همایون قیومي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ځيني اساسي تغییرات راوستلي چې دغو اوسنیو اړتیاوو ته بدلون ورکولای شي، زموږ لپاره ډېر زیات فرصتونه شته چې له خپلو سرچینو استفاده وکړو چې د سلګونه مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره شااوخوا شل پروژې پیل شوې دي."

افغان چارواکي وايي چې د انرژۍ له اړخه پر ځان د بسیا کېدو لپاره پنځه میلیارده ډالرو ته اړتیا ده هغه رقم چې لا له وړاندې یې نړیوالې ټولنې ژمنه کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو په باور په کور دننه د دغې اندازې انرژۍ د تولید تر څنګ د ټاپي، کاسا زر او ټوټاپ پروژې چې افغانستان‌یې یوه برخه ده عملي کېدل به د افغانستان تر څنګ په سیمه کې د ډېرو تغییراتو سبب شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG