د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ کرار-کرار د خپل کمپاین د وخت د ځینو ژمنو په عملي کولو پیل کړی دی.
په کډوالۍ باندې په لنډ مهال کې د شرایطو سختول او د ځینو مشخصو هېوادونو پر اتباعو د ویزې بندول هغه موارد دي چې د چهارشنبې په ورځ بهیې د ولسمشر ټرمپ لهخوا فرمانونه لاسلیک شي.
د روېټرز او اسوشیټېډ پرېس خبري اژانسونو په حواله له ځینو مذهبي اقلیتونو پرته چې له شکنجې په تېښته دي تر هغو چې د څار یوه سخته پروسه تطبیقېږي د کډوالو د راتګ بندول به څو میاشتې دوام وکړي.
ډونالد ټرمپ د کمپاینونو په وخت ژمنه کړې وه د هغو هېوادونو اتباعو ته ویزې نهورکوي چې ترورېستي ګروپونه پهکې موجود دي.
ځينو سرچینو روېټرز ته د هویت د نهافشا کېدو په صورت کې ویلي چې ټرمپ به د سوریې، عراق، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن هېوادونو پر اتباعو ویزې بندې کړي، افغانستان په دې لیسټ کې نهشته.
د افغان ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري وايي، دا د امریکا پالېسي او پرېکړه ده او افغانستان په هغو هېوادونو کې نهشته چې ویزې پرې بندېږي.
محمد هارون چخانسوري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل:
"کومه پرېکړه چې ولسمشر ټرمپ د کډوالۍ او ویزې په اړه نیولې هغه د هغوی داخلي پرېکړه او پالېسي ده. که تاسو لېست کتلی وي افغانستان پهکې نهشته. د افغانستان نوم د هغو هېوادونو په لېست کې نهشته چې په اتباعو یې د ویزې محدودیت وضع شوی نور هېوادونه دي."
ټرمپ د خپلو کمپاینونو په وخت امریکا ته د ورتلونکو کسانو د ناسم څار په اړه هم اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې دې کار ټول په خطر کې اچولې دي.
هغه تېر سپټمبر په فلوریډا کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل:
"د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر له ۱۱مې راهیسې د سن برنادینو تر پېښې پورې موږ د دې شاهد یو چې امریکا ته د راتلونکو کسانو په څارلو کې ناکامي څنګه زموږ ټول خلک او ان په دې صالون کې دننه کسان له خطر سره مخ کړي دي."
د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په سن برنادینو کې یوه وسلهوال کس ۱۴ تنه ووژل او ۲۲ تنهیې سخت ټپيان کړل.
د امریکا متحده ایالاتو حکومت او مطبوعاتي ټیمونو په رسمي توګه نهده په ډاګه کړې چې د کومو هېوادونو په اتباعو ویزې بندوي.
منتقدینو او د کډوالۍ چارو کارپوهانو د امریکا متحده ایالاتو لهخوا د ځینو مشخصو هېوادونو په اتباعو د ویزې د بندولو کار د یوه ځانګړي مذهب له پیروانو سره تبعیضي چلند بللی دی.
د کالیفورنیا-لاس انجلس د حقوقو پوهنتون د کډوالۍ چارو کارپوه هیروشي موتومورا روېټرز ته ویلي:
"د کمپاین په وخت د هغه [ټرمپ] نظریات او د هغه د ټیم ځینو غړو په مذهب باندې د یوه هدف په توګه زیات تمرکز کړی دی."
تېره ورځ د سپينې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وویل چې د امریکا متحده ایالاتو د داخلي امنیت وزارت به د ځینو هېوادونو د اتباعو په راتګ محدودیت او کنټرول زیات کړي.
ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په خپل ټویټر لیکلي و چې یو مهم اعلان به وکړي.
ټرمپ تېره ورځ په خپل ټویټر لیکلي و:
"سبا ته د ملي امنیت په خاطر یوه لویه ورځ په پلان کې ده. د زیاتو نورو مسایلو تر منځ به موږ له مکسیکو سره دېوال هم جوړوو."
راپور: صفيالله ستانکزی