د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

سیګار ته د دفاع وزارت ځواب: ملي اردو کې یو خیالي سرتېری هم نه‌شته


د افغانستان دفاع وزارت یو ځل بیا د ملي اردو په لیکو کې د خیالي سرتېرو موجودیت په کلکه رد کړ.

دفاع وزارت وايي، د ولسمشر غني له امر سره سم د دوی څېړنو وښوده چې د ملي اردو ځواکونو په لیکو کې خیالي سرتېري نه‌دي موجود.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري وایي چې د بایومټریک سیسټم له لارې یې د سرتېرو څېړنه کړې او لومړني نتایج ښیي چې د ملي اردو د ځواکونو په منځ کې یو خیالي سرتېری هم نه‌شته.

ښاغلي وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل پر دې سربېره د بانکي سیسټم له لارې د معاشونو ورکول هم د خیالي سرتېرو په موضوع کې له دوی سره مرسته کړې.

وزیري: دا مسئله موږ ته د منلو وړ نه ده.
وزیري: دا مسئله موږ ته د منلو وړ نه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"یو ځل بیا یې ردوم چې په دفاع وزارت او وسله‌وال پوځ کې خیالي سرتېري وجود نه‌لري، د بایومټریک سلسله فعاله ده د هرم سیسټم او د بانک سیسټم هم فعال دی، نو موږ یې ردو او دا مسئله موږ ته د منلو وړ نه‌ده."

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړې ادارې یوه میاشت وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو چې د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې زرګونه خیالي سرتېري موجود دي.

یوه اوونۍ وړاندې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم لیکلي وو چې د امریکا حکومت شااوخوا ۳۰ زره افغان خیالي سرتېرو ته د معاشونو ورکول بند کړي.

دې ورځپاڼې لیکلي یوازې هغه سرتېرو ته به معاشونه ورکول کېږي چې په بایومټریک سیسټم کې یې په اړه معلومات موجود وي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند په دې اړه چې د دېرش زرو سرتېرو معاشونه د امریکا له‌خوا نه‌ورکول کېږي له څه ویلو ډډه وکړه.

بل‌خوا د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون هم د ملي اردو په لیکو کې د خیالي سرتېرو موجودیت تائیدوي.

د دغه کمېسیون غړی عبدالحی اخندزاده وايي، په لیرو پرتو ولایتونو کې اوس هم د ملي اردو په لیکو کې پنځوس فیصده خیالي سرتېري موجود دي.

اخندزاده: اوس هم د خیالي سرتېرو موضوع شته.
اخندزاده: اوس هم د خیالي سرتېرو موضوع شته.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس هم د خیالي سرتېرو موضوع شته، دفاع وزارت د بایومټریک سیسټم کومه ځانګړې او مثبته نتجه نه‌ده ورکړې، ویلی شم چې له مرکز کابل څخه په لیرې پرتو ولایتونو کې اوس هم پنځوس فیصده د ملي اردو سرتېري او پولیس خیالي دي."

ښاغلی اخندزاده زیاتوي د افغان ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو موجودیت د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې پر روانې جګړې ناوړه اغېز کړی.

د پوځي چارو څېړونکي هم د ملي اردو په لیکو کې د خیالي سرتېرو د موجودیت خبره کوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې عتیق‌الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې د ملي اردو له لیکو ځیني سرتېري تښتېدلي او ځینو یې دندې پرېښي، خو د ده په خبره لاهم په لېست کې شامل دي.

امرخېل: د اردو له لیکو تېښته شته.
امرخېل: د اردو له لیکو تېښته شته.

نوموړي زیاته کړه:

"که وکتل شي د اردو له لیکو تېښته شته، ځیني وخت سرتېري غیر حاضر وي، ځینو یې دندې پرېښې دي، خیالي سرتېري موجود دي له دې انکار نه‌شي کېدای حتمي دا خبره شته."

ښاغلی امرخېل ټینګار کوي چې د یوه ځانګړي تفتیش له مخې دې د ملي اردو په لیکو کې د خیالي سرتېرو موضوع وڅېړل شي تر څو په دې اړه د نړیوالو اندېښنې لیرې شي.

ده وویل که پر افغان وسله‌والو ځواکونو د نړیوالو باور کم شي نو دا به د افغانستان پر اوسني وضعیت بده اغېزه ولري او امنیتي ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG