د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

د استانې غونډې د سوریې سولې تړاو پر کومو موضوعاتو موافقه وکړه؟


روسي، ترکي او ایراني چارواکو نن موافقه وکړه چې په سوریه کې د نازک اوربند د څارنې لپاره یو میکانیزم رامنځ ته کړي.​

د قزاقستان په پلازمېنه کې په نننۍ غونډه کې چې د سوریې د حکومت او مخالفو ډلو استازو هم برخه پکې اخیستې وه، همداراز پرېکړه وشوه چې د سوریې د سولې په راروانو خبرو کې باید وسله وال اپوزېسیون ګډون وکړي.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د سوریې د حکومت او وسله والو مخالفینو استازو برخه درلوده.

د دې غېر مستقیمو خبرو هدف په ټوله سوریه کې د هغه نازک اوربند پیاوړي کول و چې په تېره ډسمبر میاشت کې نافذ شو، خو په پرله پسې ډول سرغړونې ترې کېدلې.

په هغه ګډ بیان کې چې نن د غونډې په پای کې خپور شو ویل شوي دي چې روسیه، ترکیه او ایران به په ګډه د دې اوربند څارنه کوي، څو دا خبره یقیني شي چې ټول به عمل پرې کوي.

بیان همداراز ټینګار کوي چې باید له پارونو څخه ډډه وشي او د اوربند د موافقې جزئیات ټول تطبیق شي.

مسکو، انقرې او تهران همداراز پر هغه ژمنې ټینګار کړی دی چې د اسلامي دولت یا داعش او د شام د جبهې په نوم ډلو پرضد به مبارزې ته دوام ورکوي او له دوی سره به د وسله وال اپوزېسیون د نورو ډلو په پرتله جلا چلند کوي.

پر مسکو له دې کبله ډېر انتقادونه کېږي چې په سوریه کې د منځلارو وسله والو مخالفو ډلو پرضد هوايي حملې کړې دي.

ترکیه او د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د هغو منځلارو ډلو ملاتړ کوي چې د ولسمشر بشاراسد د رژیم د پرځولو لپاره مبارزه کوي، خو روسیه او ایران د اسد ملاتړ کوي.

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې د استانې د غونډې درې واړه ګډونوال د سوریې د سولې په راروانو خبرو کې د وسله والو مخالفینو د ګډون ملاتړ کوي.

دا خبرې د فبرروي په اتمه نېټه په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په نوښت جوړېږي.

تر اوسه روښانه نه ده چې ایا په استانه کې د نننۍ غونډې وروستۍ اعلامیه د سوریې د حکومت او د وسله مخالفینو د استازو له خوا هم لاسلیک شوې ده کنه.

د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوه تر دې دمه شااوخوا درې لکه کسان مړه او میلیونونه نور بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG