د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

متېس او سټولټنبرګ د ناټو بودجې او ترورېزم په اړه خبرې کړي


د امریکا نوي دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي پرون د ناټو د بودجې او ترورېزم په اړه خبرې وکړې.

جېمز متېس چې د جمعې په ورځ‌یې د نوي دفاع وزیر په توګه لوړه وکړه په راتلونکو درېیو اوونیو کې د ناټو له عمومي منشي او مشرانو سره ګوري.

جېمز متېس د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په داسې حال کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې او بودجې پر مسایلو خبرې کوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ناټو سخت انتقادونه کړي.

د امریکا نوی دفاع وزیر جېمز متېس
د امریکا نوی دفاع وزیر جېمز متېس

د ناټو د عمومي منشي دفتر نن وویل چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ناټو پر اساسي او دوامدارو ارزښتونو او د اروپا او شمالي امریکا پر امنیت ټینګار وشو.

سرچینه وايي چې سټولټنبرګ او متېس په دې خبرو کې د دفاعي لګښتونو د زیاتولو او د ترورېزم ضد مبارزه کې د نورو اقداماتو په ګډون د ګډ کار او د ناټو د پیاوړي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

ولسمشر ټرمپ له دې مخکې ناټو منسوخه ټلواله بللې وه او د ناټو غړي یې وروسته له هغه سخت خواشیني کړل چې ویې‌ویل دی ښايي د هغو هېوادونو له دفاع ډډه وکړي چې پر خپله دفاعي بودجه د خپل ناخالص ملي تولید په سلو کې دوه هم نه‌لګوي.

هغه ویلي هغه پیسې چې د امریکا حکومت‌یې پر خپل پوځ لګوي د ناټو د نورو ۲۷ هېوادونو له مجموعي بودجې څخه هم زیاتې دي.

همداراز که څه هم د ناټو غړو له ۲۰۰۱ کال وروسته افغانستان ته زرګونه سرتېري استولي، خو ټرمپ ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه باید د ترورېزم د ځپلو لپاره نور اقدامات هم وکړي.

د امریکا یوه بل پوځي مقام هم ویلي دي چې د ناټو لویه برخه بې‌ګټې او منسوخه ده.

د متحدو پوځي ځواکونو د بدلون د چارو عمومي قوماندان جنرال دینیس میرسیر.
د متحدو پوځي ځواکونو د بدلون د چارو عمومي قوماندان جنرال دینیس میرسیر.

د متحده پوځي ځواکونو د بدلون چارو عمومي قوماندان جنرال دینیس میرسیر «Denis Mercier» تېره اوونۍ وویل چې ناټو تر ډېره د افغانستان د عملیاتو په ګډون په بهر کې د خپلو ځواکونو پر ځای پر ځای کولو تمرکز کړی دی.

میرسیر ویلي، ناټو غواړي د ترورېزم ضد مبارزې هڅې پیاوړې کړي او د دې کار لپاره له هغو هېوادونو سره مرسته کوي چې د ترورېستي ډلو له ګواښ سره مخامخ دي، خو د ترورېزم پر ضد د اوږد مهالې مبارزې پلانونه لري.

متېس د جمعې په ورځ د امریکا د نوي دفاع وزیر په توګه لوړه وکړه او په پام کې ده چې د راروانې فبروري میاشتې په ۱۵ او ۱۶ نېټه په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو له دفاع وزیرانو او عمومي منشي سټولټنبرګ سره وګوري.

XS
SM
MD
LG