د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

خروټی: ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي ملاتړ ته اړتیا‌ ده


د ارزګان والي وايي، د یاد ولایت امنیتي وضعیت ته په کتو په دغه ولایت کې د بهرنیو سرتېرو ملاتړ ته اړتیا لیدل کېږي.

محمد نذیر خروټي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو ځای پر ځای کېدل به د وسله‌والو مخالفینو د حملو مخنیوي کې مؤثره تمام شي.

خروټي زیاته کړه چې د ارزګان ولایت امنیتي سرتېرو ته د اړینو تجهیزاتو نه‌رسېدو له امله لاهم د ترینکوټ اړوند سیمې او ځینې ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغان سرتېرو تجهیز او په دغه ولایت کې د نړیوالو ځواکونو د یوې پوځي قرارګاه ځای پر ځای کېدل به د وسله‌والو طالبانو حملې پر شا وتمبوي.

د ارزګان والي نذیر احمد خروټی
د ارزګان والي نذیر احمد خروټی

ښاغلي خروټي زیاته کړه:

"زموږ د افغان امنیتي ځواکونو پوځي وسایل په تېرو څو کلونو کې په جګړو کې له‌منځه تللي دي، که مرکزي حکومت زموږ د افغان امنیتي ځواکونو دغه ضرورتونه رفعه کړي، ان‌شاءالله ډېر ژر به تاسې وګورئ چې افغان امنیتي ځواکونه به په ډېر لنډ وخت کې ټولې سیمې له وسله‌والو طالبانو ونیسي."

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره وسله‌والو طالبانو له تېرو شااوخوا پنځو میاشتو راهیسې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې پر افغان امنیتي ځواکونو او دولتي تأسیساتو باندې کله ناکله بریدونه کوي.

له دې سره په ارزګان ولایت کې یو شمېر پولیس هم شکایت کوي او وايي چې د جګړې پر مهال د وسلو او مهماتو له کمښت سره مخ وي وايي چې باید دغه اړتیاوې يې پوره شي.

دوی وايي، که سرتېرو ته شپني دُربینونه او لایزر کلاشینکوفونه ورکړل شي نو طالبان‌يې پر وړاندې جګړه نه‌شي کولای.

سرتېري: موږ ته باید اړین تجهیزات راکړل شي.
سرتېري: موږ ته باید اړین تجهیزات راکړل شي.

یو شمېر پولیسو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"موږ ته دولت هغه ډول وسلې نه‌دي راکړي لکه څنګه چې د دښمن په لاس کې دي نو ځکه موږ پرمختګ نه‌شو کولای."

"موږ په پوسته کې ۱۲کسان یو ۸ کسان مو وسلې لري نور يې نه‌لري، غټې وسلې نه‌لرو، لکه راکټ، پیکا او داسې نور."

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسؤلین هم وايي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکو پوځي ملاتړ ته اړتیا شته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې دوی د ارزګان ولایت د پولیسو د ارزیابۍ لپاره دغه ولایت ته یو هیئت استولی ترڅو معلومه کړي چې د دغه ولایت پولیس له کومو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې که په دغه ولایت کې پولیس هره ستونزه ولري نو دوی به‌يې ورته حل کړي.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

صدیقي زیاته کړه:

"په ارزګان ولایت کې زموږ افغان امنیتي ځواکونو ډېر پرمختګ کړی دی او دغه ولایت ته موږ ډېره پاملرنه کړې ده، بیا هم موږ ارزګان ولایت ته جدي توجه کوو، څه چې زموږ په توان کې وي موږ هغه کوو."

د یادونې وړه ده چې په دې وروستیو کې د راپورونو پر اساس چې ایران او روسيې له وسله‌والو طالبانو سره لاس یو کړی او هغوی ته‌يې پرمختللې وسلې ورکړي دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG