د سوریې حکومت او د رژیم د مخالفو ډلو د استازو تر منځ د مذاکرو لومړۍ ورځ له نتېجې پرته پای ته ورسېده.
دا مذاکرې د روسیې او ترکیې په ابتکار پیل شوې دي.
د قزاقستان چارواکي وايي چې نن سې شنبه به د خبرو دوهم دور پیل شي.
د سوریې د مخالفو ډلو د اپوزېسیون استازو خوشبیني څرګنده کړې چې د دې ليدنو په پایله کې ښايي په سوریه کې د روانې لانجې ریښتینی حل وموندل شي.
خو د بشارالاسد په حکومت کې د ملي مصالحې وزیر ویلي چې د استانې مذاکرې به د جګړې د پای ته رسېدو په اړه د رژیم د مخالفینو نیت څرګند کړي.
روسیې خبري اژانس انټرفاکس د سوریې د رژیم د اپوزېسیون ویاند یحیالعریضي په حواله ویلي چې د مخالفو ډلو استازو د ترکیې او روسیې له استازو سره هم خبرې کړې دي.
په دې خبرو کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي مېستورا هم ګډون درلود.
یحیالعریضي ویلي، غونډه اوږده خو اغېزمنه وه.
د العریضي په وینا، په سوریه کې د بشري وضعیت د څرنګوالي او د اسیرانو د خوشې کېدو په اړه خبرې شوې دي.
خو د سوریې د ملي مصالحې وزیر علي حیدر په استانه کې پرونیو مذاکرو ته په اشاره، په دمشق کې د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل:
"په استانه کې مذاکرې د سوریې رژیم د اپوزېسیون ډلو تر منځ پر هماهنګۍ اړه لري څو معلومه شي چې هغوی د سوریې له پوځ او حکومت سره په ګډه د ترورېزم پر ضد له مبارزې سره یوځای کېږي؟ دا به د نورو پړاونو لپاره یو اساس جوړ کړي. له دې پرته، موږ استانه کې د سولې د خبرو د بري بحث نهشو کولای."
د بشارالاسد حکومت د مخالف اپوزېسیون ویاند یحیالعریضي ویلي چې په استانه کې پرون د سوریې د لانجې پر سیاسي اړخ هم خبرې شوې دي.
هغه باور څرګند کړ چې د دې ليدنو په پایله کې د سوریې د لانجې داسې حقیقي حل موندل کېدلای شي چې د امنیت شورا او د ژنیو د اعلامیې سره به مطابقت لري.
خو په دمشق کې د ملي مصالحې وزیر علي حیدر ویلي چې د استانې مذاکرو ته د داسې فرصت په سترګه ګوري چې په سوریه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د مخالفو ډلو ریښتینی نیت پهکې څرګندېدلای شي.
د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې به د سوریې د وضعیت اړه مذاکرې چې د ترکیې او روسیې په منځګړیتوب پېل شوې دي، نن هم دوام ولري.